Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سمنګان کې بې روزګاره ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې

کرنې ریاست سمنګان کې د ملخانو ضد کمپاین پيل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/13

د سمنګان کرنې ریاست چارواکي وایي، پر کروندو د ملخانو  برید په ضد یې دا کمپاین د ایبک ښار اړوندو سیمو او حضرت سلطان ولسوالۍ کې پيل کړی دی.

د ملخانو ضد دا کمپاین داسې مهال پیل شوی چې د دې ولایت په ځینو سیمو کې  پر فصلونو د ملخانو برید لا د مخه پیل شوی دی.

د چارواکو په وینا، د یادو ملخانو د برید مخنیوي لپاره پیل شوی کمپاین به دوه میاشتې دوام کوي او په کې به پر شاوخوا اووه زره جریبه کرنیزو ځمکو او څړځایونو درمل وپاشل شي.

د سمنگان کرنې ریاست د نباتاتو ساتنې عمومي مدیر ګلاب‌الدین غیاثي وايي: « موږ تر خپلې وسې هڅه کوو چې کرنیزې ځمکې له ملخانو وساتو، که چېرې همکاري ونه شي او دغه آفت مهار نه شي، د سږ کال فصلونه به سخت زیانمن کړي. له نېکه مرغه موږ سږ کال کافي اندازه درمل او کافي وسایل لرو او په دې کمپاین کې به وکارول شي.»

سمنګانو کې کروندګر د دې ملخانو د پراخ یرغل د پیل په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي، که په وخت ورته جدي پاملرنه و نه شي، نو د دوی فصلونه او څړځایونه به په بشپړه توګه له منځه یوسي.

کروندګر الله مراد وايي: « زموږ په سیمه کې ډېر زیات ملخان راوتلي او که یې مخه ونه نیول شي، تر راتلونکې یوې میاشتې به ټول فصلونه وخوري. که څه هم حکومت درمل او کسان رالېږي، خو خلک هم باید همکاري وکړي، ترڅو دغه آفت مهار شي.»

کروندګر عبدالرحیم وايي: « موږ له مسوولینو غوښتنه کوو چې دا ملخان په لومړي سر کې له منځه یوسي؛ کله چې دوی له هګیو راووځي او وزر وکړي، بیا یې وژل او له منځه وړل سختېږي.»

تر اوسه څرګنده نه ده چې ملخانو په یاد ولایت کې کرنیزو ځمکو او ولاړو فصلونو او څرځایونو ته څومره زیان اړولی، خو بزګران وايي چې د ملخانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.

د دې ولایت بزګران  خبردارې ورکوي چې که د ملخانو د برید مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته نه شي، ممکن په یاد ولایت کې فصلونو ته خورا زیات زیان ورسېږي او یا هم په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist