Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

کرزی: د نجونو ښوونځیو په تړلو کې د پردیو لاس دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/06

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني له شپيګل ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي،د نجونو ښوونځيو تړلو حکم اسلامي نه دی او په خبره یې دا کار د ګاونډي پاکستان پر لمسون شوی دی. 

په ورته وخت کې کرزی وايي،په هېواد کې د نجونو زده کړو روان وضعیت افغانستان لا منزوي کوي.

هغه زیاته کړې:« د نجونو ښوونځیو تړل اسلامي حکم نه دی او دا کار د ګاونډي هېواد، پاکستان پر لمسون شوی دی. پاکستان یو بې وزله،بې دفاع او کمزوری افغانستان غواړي چې هغوی ته هېڅ ډول ستونزه جوړه نه شي کړای. د نجونو له زده کړو پرته افغانستان یو مړ هېواد دی.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د اسلامي امارت له خوا پر دې موضوع چوپتیا او د کوم چارواکي لخوا یې مسوولیت نه اخېستل د عامو خلکو ترمنځ د حامد کرزي دا ډول څرګندونې یقیني کولی شي.

دوی که څه هم د حامد کرزي خبرې تائیدوي،خو ځکه یې نیمګړې بولې،چې پر وینا یې پخواني ولسمشر افغانستان کې د پاکستان دا ډول فرمایشونه اجرا کوونکي نه دي یاد کړي.

د سیاسي چارو شنونکی  طارق فرهادي وايي:« دا چې پاکستان په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پراېنستل نه غواړي،دا د پاکستان ستراتیژیکه  ګته ده،تر څو په ملګرو ملتونو کې افغانستان د دولت له حیثیت لاندې راولي. خو دا باید وویل شي،چې د دې امر اجرا کوونکي په افغانستان کې څوک دي؟ » 

د سیاسي چارو شنونکی سید احمد بلال فاطمي بیا وايي:«د کرزي خبره سمه ده،چې افغانستان کې د نجونو ښوونځي د پاکستان پر لمسون بند شوي دي. پاکستان او آی.ایس. آی تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې او د  افغانستان ټولې ستونزې د پاکستان له امله رامنځته کیږي. افغانان باید سره یو شي او نور په افغانستان کې د دغه هېواد لاسونه لنډ کړي،ترڅو زموږ هېواد پر رسمیت وپیژندل شي.» 

حامد کرزي له شپیګل سره په خپله تازه مرکه کې کابل کې له پاتې کېدو پرته پورته کړې او ویلي یې دي،چې  له تېر یوه کال راهیسي نظر بند ساتل کیږي.

د سیاسي چارو شنونکي باور لري،چې کرزی په تېر کې هم د طالبانو نسبي خواخوږی و او اړتیا ده،چې اسلامي امارت د هغه په څېر د هېواد له ټولو مشرانو سره انساني چلن وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:«کرزی یو له هغو کسانو وو،چې له امریکایانو سره یې تړون لاسلیک نه کړ او تېر کال هم له هېواد څخه ونه تښتېد. نو طالبان باید د هغه درناوی وکړي

او د هغه بند ساتل د ټولو انساني اصولو خلاف کار دی. د نجونو ښوونځیو تړل ساتل افغانستان نور هم منزوي کوي.» 

د افغانستان اسلامي امارت نه یوازې دا ځل د حامد کرزي خبرو ته غبرګون ښودلی،بلکې په تېر کې یې هم د لویې جرګي او ښځو حجاب په اړه د هغه نظر د بحث وړ نه و یاد کړی.

اسلامي امارت څو میاشتو وړاندې د نجونو ښوونځیو بیا پرانېستلو لپار کمیټه ټاکلې وه،چې دغړو شمېر، هویت او کاري پرمختګ په اړه یې هېڅ څرک نه لګیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist