Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کرزي او وېسټ د نجونو ښوونځېو پر پرانېستلو ټېنګار کړی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/29

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د پر ۶ مه»  پر بېلابېلو موضوعاتو ټیلیفوني خبرې کړي دي. 

د کرزي له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې دواړو خواوو په دې ټلېفوني خبرو کې د افغانستان پر روانو حالاتو،اقتصادي وضعیت او د تل پاتې سولې او ثبات ټېنګښت لپاره د بین الافغاني مذاکرتو پر اړتیا  د نظر تبادله کړې.  

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي،چې دواړو لورو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر ژر تر ژره پرانېستلو ټېنګار کړی دی. 

د خبرپاڼې یوه برخه:« په دغو خبرو کې سربېره پر دې چې د افغانستان پر روانو حالاتو، اقتصادي وضعیت او د تل پاتې سولې او ثبات ټینګښت لپاره د بین الافغاني مذاکراتو پر اړتیا د نظر تبادله وشوه، دواړو لورو د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو د منځنۍ او لیسو ښوونځیو پر ژر تر ژره پرانېستلو ټینګار وکړ.» 

په دې ټیلیفوني خبرو کې توماس وېسټ بیا ویلي،افغانان به په سختو کې یوازې نه پریږدي او له  اسلامي امارت یې غوښتي،چې د نړیوالو له خوا د بشري مرستو ویش بهیر کې دې لاسوهنه نه کوي.

وېسټ زیاته کړې:«نړیواله ټولنه به خپل لستوڼې بډ وهې او د افغانستان بشري وضعیت خطرونو راکمولو کې به ونډه واخلي. طالبان باید په دې برخه کې مرسته وکړي، بشري مرستو کې خپله لاسوهنه کمه کړي او په داسې توګه حکومتولي وکړي،چې پانګونه او مسلکي خلک بېرته افغانستان ته وګرځي.» 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي،له کرزي سره د بین الافغاني خبرو په اړه د امریکایي استازي خبرې بې اغیزې دي او دا خبرې باید د اسلامي امارت له مشرتابه سره وشي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« د توماس وېسټ خبرې هغه ډاکټر ته ورته دي،چې پر خپل لاس لیکل شوې نسخه په خپله نه شي لوستلی. توماس وېسټه! که چېرته دې غوښتل،چې بین‌الافغاني خبرې وکړې نو دا اړیکه به دې له ملا حسن اخوند سره نیولې وه. کرزی څه په جنجال اخته کوې،هغه خو خپل کور کې دی.» 

ځینې نور بیا د کرزي خبرې د ټولشموله حکومت پر جوړښت او د اسلامي امارت مخالفینو سره پر مذاکراتو تعبیروي او وایي،د افغانانو اصلي استازي یوازي طالبان دي.

دوی وایي،تېرې څیرې آزمایل شوي او ناکامې دي او بیا یې صحنې ته راوستل د افغانستان د روانو دردونو نسخه نه ده.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« هر هغه ډله،چې نظام تخریب کوي، جګړې ته لابي کوي،افغانستان د بحران خوا ته بیايي، هغه خلک او ډلې د افغانستان د ملت استازیتوب نه کوي. د افغانستان ملت استازیتوب همدغه نظام،چې پر افغانستان حاکم دی،د افغانستان ملت استازيتوب کولی شي.»  

د ټولشموله حکومت او له افغانانو سره د خبرو وړاندیزونه داسې مهال کیږي،چې اسلامي امارت ورته تر دې دمه شین څراغ نه دی ښودلی او داسې نه ښکاري،چې نږدې راتلونکې کې دې دا کار وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist