Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کربي: امریکا د افغانستان نوي نظام رسمیت پیژندنې لپاره پلان نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/26

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو مشر جان کربي  ویلي، په افغانستان کې د تازه حاکم شوي حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره پلان نه لري. 

کربي ویلي، اوس مهال د امریکامتحده ایالت په هغه موقف کې نه دي،چې اسلامي امارت پر رسمیت وپیژني او له نورو دولتونو په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډیو یې هم غوښتي،چې داسې تصمیم دې نه نیسي،چې افغانستان د افغانانو لپاره د بې ثباتۍ پر بستر بدل کړي. 

کربي زیاته کړې:« موږ اوس مهال په هغه موقف یا دریځ کې نه یوو،چې طالبان پر رسمیت وپیژنو . موږ همدا راز له نورو دولتونو او په ځانګړې توګه له هغو ولسونو او هېوادونو چې له افغانستان سره په ګاونډ کې دي،غواړو،چې داسې کوم تصمیم  ونه نیسي، چې افغانستان ورسره د افغانانو لپاره نور هم بې ثباته او ناامنه شي.» 

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي،چې د افغانستان قضیه کې  د امریکامتحده ایالت یو مهم اړخ دی او اوس د داسې یوه لوري په  توګه چې اسلامي امارت سره یې د دوحې هوکړه لاسلیک کړې،غواړي چې هغه شرایط پرې پلي کړي،چې نړیوالو ورته وړاندې کړي او له هغې وروسته یوځل بیا کابل پر رسمیت وپیژني .

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د امریکامتحده ایالت د افغانستان د قضیې د یوه طرف په توګه یعني د هغو هېوادونو په راس کې وه،چې په افغانستان یې حمله کړې وه او د دوحې تړون یې هم د قضې د یو طرف په دوحه لاسلیک کړی دی، غواړي چې هغه نړیوال شرایط چې طالبانو ته وړاندې شوي دي پلي کړي او وروسته بیا غواړي چې افغانستان پر رسمیت وپیژني. له خپلو پلویانو هم دا هېله کوي،چې افغانستان پر رسمیت ونه پیژني.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وايي، د امریکامتحده ایالتو دغه وروستۍ څرګندونې له اسلامي امارت سره د نړیوالو ناسم تعامل ښي او دا په افغاسنتان کې د بې ثباتۍ د رامنځته کېدو دلیل کیدای شي. 

ځلاند زیاته کړه:« په دې وروستیو کې د نړۍ او طالبانو ترمنځ په ځینو مسایلو کې د اختلاف له امله له افغانستان سره د نړۍ تعاملات ټکني شوي دي. د جان کربي دا څرګندونې چې اسلامي امارت پر رسمیت نه پیژني،دا خپله د نړیوالو ناسم تعامل دی له طالب چارواکوسره بلکې د افغانستان د بې ثباتۍ او سیاسي ټیکاو د له منځه تلو دلیل کیدای شي.» 

د امریکا متحده ایالتو د ملي‌امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو د مشر دغو تازه څرګندونو ته تر اوسه پورې اسلامي امارت کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو له دې وړاندې یې ویلي وو چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره ښې او پرمتقابلو ګټو ولاړې اړیکې غواړي او هغه نړیوال اصول یې عملي کړي،چې د رسمیت پېژندنې لپاره اړین دي.

دکورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني بیا ویلي وو،نوره یې د  امریکا له متحده ایالتو سره دښمني نشته  او غواړي،د نړۍ نورو هېوادونو په ګډون له  دغه هېواد سره هم سیاسي اړیکې ولري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist