Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کراچۍ بندر کې د افغانان سوداګرو سلګونه کانټنر درول شوي

admin by admin
2020/01/05

.پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغانانو ۲۵۰ څخه زیات بار کانټنرونه درولي

پاکستان له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د کراچۍ بندر کې د بورې له دوه نیم سوو نه ډېر کانټينرونه درولي او افغانستان ته لېږد اجازه نه ورکوي.

خصوصي سکټور وايي افغان سوداګر د ټرانزیټ په برخه کې د پاکستان ټولو مقرراتو ته غاړه ايښې خو بیا هم وخت نا وخت پاکستان د افغان سوداګرو د توکو انتقال پر وړاندې خنډ جوړوي.

د سوداګرۍ وزارت ددغې ستونزې په تړاو رسما څه نه وايي خو دغه وزارت کې ځينې سرچينې وايي؛ پاکستان د توکو د خراب کیفیت په پلمه اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته انتقال شي.

پاکستان کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو دوه سوه او دوه شپیته کانټيره بوره له تېرو شپږو میاشتو راهیسې درولې او افغانستان ته يې لېږد اجازه نه ورکوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي ستونزه یې اړوندو وزارتونو سره شریکه کړې خو تر اوسه د حل لپاره یې اقدام نه دی شوی. 

افغانستان چې پر وارداتو متکي هېواد بلل کيږي پاکستان له اوږدو کلونو راهیسې په حساسو شرایطو کې  خپلې لارې د فشار په توګه د افغان حکومت پر وړاندې کارولي.

بل لور ته افغان حکومت باندې نېوکې دي چې له پاکستان سره د سوداګرو د ستونزو د دایمي حل په برخه کې پاتي راغلی.

سوداګرۍ وزارت په دې تړاو رسما څه نه وايي خو دغه وزارت کې ځينې سرچينې وايي پاکستان د توکو د خراب کيفیت له امله د لېږد مخه نېولې، خصوصي سکټور بیا وايي د ټرانزیټ برخه کې یې د پاکستان ټولو مقرراتو غاړه ايښې خو سربېره  پردې هم پاکستان وخت نا وخت د افغان سوداګرو د توکو لېږد پر وړاندې خنډ جوړيږي. انديښني دي که دغه توکي په وخت سره انتقال نه شي ښايي زیانمن او له منځه ولاړ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist