Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کا ایډه: د افغانستان پانګې کنګل یوه بې مانا پرېکړه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/02

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني سفیر کای ایډه ویلي، د امریکا له لوري د افغانستان شتمنۍ کنګل یوه بې مانا پرېکړه ده او په وینا یې ښه به دا وي، چې امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو لپاره لاره پرانېزي.

 کای ایډه زیاته کړې:«امریکا له افغانستان وتلې ده او هغه مهال چې بهرني ځواکونه لا په کابل کې وو، طالبانو د افغانستان واک واخېست او په وینا یې امریکا له طالبانو سره میاشتې میاشتې په دوحه کې مذاکرات وکړل، نو بیا تر دې هر څه وروسته د پیسو کنګل اعلان کول بې منطقه او بې مانا پرېکړه ده.»

اقتصاد پوهان هم په هېواد کې د روان اقتصادي او بشري ناورین یوازینی لامل د امریکا له لوري د افغانستان شتمنۍ کنګل یادوي او ټنیګار کوي، چې د دې پيسو ځنډول به شته ستونزې څو برابره کړي.

اقتصادي چارو شنونکی میرویس حاجي زاده وايي:« کومې پیسې، چې امریکا کنګل کړي، دا د ملت پیسې دي. دا د حکومت نه دي، ځکه هلته په نړیوالو بانکونو کې پرته پانګه د نړیوالو نه بلکې دافغانانو دي، کنګل شوې پیسې د افغانانو ژوند له سخت بحران سره مخ کړی دی.»

اسلامي امارت هم په وار وار له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په امریکا فشار راولي، ترڅو د افغانستان کنګل شوې پیسې بېرته ورکړي، خو مثبته پایله یې نه ده ورکړې.

بلال کریمي د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي:« اسلامي امارت هڅې کوي، ترڅو کنګل شوې پیسې خوشي کړي خو له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو غواړو چي همکاري وکړي.»

امریکا پر افغانستان د طالبانو واکمن کېدو سره د افغانستان شااوخوا لس میلیارده ډالره شتمني کنګل اعلان کړه، چې شااوخوا درې میلیارده یې د افغان ملي سوداګرو دي.

د امریکا له دې پرېکړې سره افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ شوی او له نیمايي زیات افغانان له فقر کړېږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist