Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کاکړ: ټي.ټي.پي افغانستان کې مرکزونه لري

کاکړ: ټي.ټي.پي افغانستان کې مرکزونه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/20

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو کې نه بلکې په افغانستان کې پټ مرکزونه لري.

دغه راز کاکړ ویلي، په دې اړه یې د افغانستان سرپرست حکومت ته شواهد هم ورکړي دي.

کاکړ  زیاته کړې: « تحریک طالبان پاکستان ډله د منځنۍ اسیا هېوادونو کې نه؛ بلکې د افغانستان په خاوره کې ځای پر ځای ده. دا خبره د زغم نه ده چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف کارول کېږي او طالبان یې یوازې ننداره کوي. طالبان باید دا پرېکړه وکړي چې تحریک طالبان پاکستان موږ ته سپاري او که پر ضد یې خپله لاس په کار کېږي.»

اسلامي امارت په افغانستان کې د هېڅ وسله والې ډلې موجودیت نه تائیدوي او په وار وار یې د پاکستان او نورو هېوادونو ورته ادعاوې په کلکه رد کړې او د ټي.ټي.پي د پاکستان کورنۍ مسله بولي.

 د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، پاکستان خپل باور بایللی او په دې توګه غواړي د نړۍ پام یوځل بیا ځانته راجلب کړي.

دوی وايي، اسلام اباد په دا ډول څرګندونو د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي هغه څه چې د دواړو اړخونو پر ګټه نه دي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « دوی چې ګوري طالبان ورځ په ورځ حاکمان کېږي، قوي او پیاوړي کېږي او دوی ډېر درناوی ورته نه کوي یوازې د یوه دولت په سترګه ورته ګوري، بل دا چې کوم ماموریت چې غرب پاکستان ته ورکاه په دې کې یې کمېشن اخېسته، هغه هم دوحې، ترکیې او نورو هېوادونو ته وېشل شوی او نور په دوی باور نه کوي؛ نو دوی ډېر وارخطا دي، په ګډوډو سر دي او ډېر غواړي چې په طالبانو او افغانانو فشار راوړي تر څو حد اقل یوه لاسته راوړنه ولري، دوی تر خپل کنټرول لاندې کړي او نړۍ ته وښي چې دلته زه هر څّه کوی شم او خپل کمېشن واخلي. خپله د پاکستان حکومت سرپرست حکومت دی، نظم او اداره یې نشته، اقتصاد یې صفر دی او د پیسو ارزښت یې هم له منځته تللی.»

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « د پاکستان جوړښت فلسفه او فرضیه همدا ده چې باید په سیمه کې نا امني  وي، بې ثباتي وي او دوی د سترو قدرتونو د اهدافو  لپاره په همدې لاره راشي نو پر همدې بنسټ پاکستان په خپل ۷۵ کلن تاریخ کې کله هم له افغانستان سره په اړیکو کې رښتینی نه وه.»

سره له دې چې اسلامي امارت په افغانستان کې د هېڅ وسله والې ډلې موجودیت نه مني، خو له دې وړاندې ټي.ټي.پي هم په ټینګار سره ویلي وو، چې اړتیا نه لري چې، د پاکستان له خاورې پرته په نورو ځایونو کې ځای پر ځای شي او فعالیتونه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist