Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/18

په دې وروستو کې د پاکستان او خیبرپښتونخوا سیاستوال د افغانستان پر وړاندې د ياد هېواد د پوځ له سټراټیژیو او تګلارو سره سخت مخالفت ښي.

تازه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي خوشحال خان کاکړ د افغانستان په تړاو د پاکستاني چارواکو او حکومت پر پالیسیو او څرګندونو توندې نیوکې کړې.

خوشحال خان کاکړ ویلي، پاکستان د خپل ناسم برداشت له مخې افغانان خپل دښمنان ګڼي او د افغانستان پر وړاندې د خپلو غلطو پالیسيو او تګلارو له امله يې ټول افغانان ناراضه او غوسه کړي دي.

کاکړ زیاته کړې:: « هغه افغانستان او افغانان خپل دښمنان وبلل، خو موږ منو چې زموږ د پالیسیو له وجې هغوی ناراضه دي، غوسه دي او اعتراض لري. هغوی ستاسو دښمنان نه دي، نه د ۱۹۶۵ کال په جګړه کې هغوی ستاسو مخالفت کړی او نه یې هم د ۱۹۷۱ کال جګړه کې ستاسو مخالفت کړی. ستاسو په یوه خبري چینل یوه افغان ولسمشر وویل، که پر پاکستان برید کېږي افغانستان به له پاکستان سره ودرېږي.»

شنونکي بیا وايي، اوس د پاکستان اکثریت سیاستوال دې پایلې ته رسېدلي چې د دې هېواد پوځ او سټراټیژي جوړونکي یې د شخصي ګټو لپاره  د جګړو پروژې اخلي، نو ځکه ورسره مخالفت کوي.

دوی وايي، که پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپلو پالیسیو کې بدلون راولي، افغانان به ورسره داسې اړیکې ولري لکه له خپلو نورو ګاونډیانو سره یې چې لري.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « د پاکستان اکثریت ولس او سیاستوال په دې پوهېږي چې د دوی د حکومت او پوځ له خوا پلې کېدونکې پالیسۍ، د پردیو پروژه ده او دوی یې یوازې عملي کوي. موږ تل هڅه کړې چې له خپلو ګاونډیانو سره متمدنه رابطه ولرو او که چېرې د دوی په پالیسۍ کې اساسي بدلون راشي، لکه څرنګه چې د سیمې نورو هېوادونو سره د متقابل اعتماد پر بنسټ ښې اړیکې لرو، دغسې غواړو له پاکستان سره هم د متقابل احترام پر بنسټ نېکې اړیکې ولرو.»

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر دغه راز وايي، پاکستان د خپلو غلطو پالیسو له امله تر خپل کنټرول لاندې محکومو پښتنو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت سوداګري بنده کړې ده.

نوموړی زیاتوي، د خیبر پښتونخوا سوداګر د کال دوه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري له افغانستان سره لرله چې د اسلام‌اباد د ناسمو کړنو او پالیسیو له امله په ټپه درېدلې او هلته يې د خلکو اقتصادي حالت له بحران سره مخ کړی.

نوموړی وړاندیز کوي چې پاکستان باید له افغانستان سره د سوداګرۍ داسې زمینه مساعده کړي چې افغانان جنوبي اسیا ته او خیبرپښتونخوا مرکزي اسیا ته لاسرسی ولري .

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ په دې اړه وايي: « د پښتنو له لوري صادرات او واردات له افغانستان سره دي. لږ تر لږه د کال ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت له افغاسنتان سره صادرات لرو، خو دا ستاسو د غلطو پالیسیو له وجې په مکمل ډول بند دي. زه وړاندیز کوم چې افغانستان ته د سوداګرۍ دوه ګونی تابعيت ورکړئ، ترڅو موږ منځنۍ اسیا او هغوی جنوبي اسیا ته لاسرسی پیداکړي.»

له دې وړاندې د پاکستان په پارلمان کې د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر هم ورته نیوکې وکړې او د پنجاب حکومت یې تورن کړ چې په لوی لاس د خیبرپښتونخوا اقتصادي ځپل غواړي او سیاسي غچ اخلي. همدارنګه د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم د افغانستان په تړاو د پاکستان پر پالیسیو سختې نیوکې وکړې او د ژور بدلون غوښتنه یې وکړه.

له هغه وروسته چې د افغانستان پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې وتړل شوې، د پاکستان سوداګرو ته سلګونه ميليون ډالر زيان اوښتی، فابرېکې يې بندې او تازه میوې یې په کور دنننه خرابې شوې.

برعکس افغانستان له منځنۍ اسيا، چین، ایران او هند سره نورماله سوداګري لري او بازارونه یې د هېڅ ډول توکو له کمښت سره نه دي مخ شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist