Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کاکړ: اسلامي امارت د یوه پياوړي او ټولګډونه حکومت رامنځته کولو کې ناتوانه دی

کاکړ: اسلامي امارت د یوه پياوړي او ټولګډونه حکومت رامنځته کولو کې ناتوانه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/04

د پاکستان لنډمهال لومړي وزير انوارالحق کاکړ په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان اسلامي امارت د یوه  منظم او ټولګډونه حکومت په رامنځته کولو کې ناتوانه بللی دی.

کاکړ په یوه ټلوېزيوني مرکه کې ويلي، د مخکېني حکومت چارواکو د میلیاردونو ډالرو په لګولو سره سره افغانستان کې مرکزي حکومت او امنیت تامین نشو کړای او په خبره يې له اوسني سرپرست حکومت په لنډه موده کې ورته تمه لرل نامناست کار دی.

کاکړ ادعا کړې، که څه هم سرپرست حکومت په افغانستان کې امنيت ټينګ کړی، خو په خبره يې لاهم دغلته يو مرکزي او ټولګډونه حکومت نشته دی.

هغه زیاته کړې: « په افغانستان کې داسې یو مرکزي واک بشپړ شوی نه دی، دوی حکومت ترلاسه کړی؛ خو په څرګنده یې اغېزو خپل ځای نه دی نیولی او دې ته به وخت په کار وي. په تېر کې هم دوه ټرېلیونه ډالر ولګول شول، خو د اشرف غني حکومت مرکزي واک ترلاسه نه کړ؛ له طالب نه په اتو میاشتو کې دا تمه کول هم زما په نظر زیاتی دی.»

کاکړ دغه راز د پاکستان قوانين  د قران مطابق بولي او له همدې کبله له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې هر راز مذاکرات ردوي.

کاکړ له دې وړاندې د کابل په منځګړيتوب له يادې ډلې سره ترسره شوي مذاکرات تېروتنه بولي او زياتوي، اوس پاکستان ورته مذاکراتو ته هېڅ اړتيا نه لري.

کاکړ زیاته کړې: « که  د تاسې ته یاد وي، خبرې اترې هم  دا چې د چا په وینا شوي، د چا په غوښتنه شوي زه هغې لور ته نه ځم؛ خو هرومرو شوې دي او اغېزې یې موږ وینو. موږ دا منو چې دا د پاکستان یوه ډېره نامناسبه پرېکړه وه چې له ټي.‌ټي.‌پي سره یې خبرې په هغه انداز پیل شوې وې، ریاست ته دا ډول کردار خپلول نه دي په کار، ریاست باید خپل مسوولیتونه پوره کړي او زما په نظر ریاست کې اوس دا احساس پيدا شوی او په پالېسیو کې به یې اوس تسلسل پیدا شي.»

کاکړ افغان وګړي د پاکستان امنيت لپاره ګواښ نه بولي، خو ټينګار کوي، چې د افغانستان خاوره بايد د پاکستان پر وړاندې ونه کارول شي.

هغه زیاته کړې: « زه افغانستان او افغان قوم هېڅکله پاکستان ته ګواښ نه ګڼم او په دې یې نه ګڼم چې هغه ځانته خپله پېژندنه لري، خپله ځانګړې ځمکه لري، کلتور لري، له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې لري. دوی سره هم دا احساس شته، په دې خاوره کې په کونړ یا اسعداباد او یا نورو سیمو کې کوم خلک د څه لپاره لاریونونه کوي، کوم خلک یې ملاتړ کوي. د دوی هم ځينې مسایل شته، ډېرې خبرې موږ د رسنیو له لارې کوو او ډېرې نورې بیا نه کوو.»

د افغانستان سرپرست حکومت د نوموړي څرګندونو په اړه هېڅ نه وايي، خو  د سیاسي چارو کارپوهان بيا وايي، پاکستان په افغانستان کې د مرکزي او پياوړي نظام غوښتونکی نه دی او په خبره يې تل يې دغلته د يوه کمزوري حکومت د واکمنېدو پلوي کړې.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « پاکستان تل په افغانستان کې یو ضعیف او لاسپوڅی حکومت غواړي. کله چې کوم حکومت خپل اقتدار ته رسېږي، په خپلو پښو درېږي، خپل استقلالیت او ملي ګټو ته ژمن پاتې کېږي، بیا نو دوی تخریبات پیلوي او غواړي ضعیف یې وښيي او نړۍ او غرب ته دا ښيي چې دا زما کنټرول ته راکه چې زه یې رهبري کړم. په دا وروستیو کې د افغانستان پرمختګونه، نړیوالو سره اړیکې، نړیوالې ناستې، له چین سره په رسمي ډول سفارت پرانېستل کېږي، د شرق او غرب لخوا دلته فکر کېږي او د پرمختګ په زېرمو کار کېږي؛ نو دا پاکستان ته د زغم وړ نه ده.»

که څه هم د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان ته خپل وروستی سفر له لاسته راوړنو ډک بللی؛ خو کاکړ ویلي، هغه یو شخصي سفر وو او ده سره یې په اړه هېڅ مالومات نشته دی.

دغه راز کاکړ ویلي، په افغانستان کې د هر ډول نظام د جوړېدو پرېکړه په خپله د افغانانو په لاس کې ده او دغلته د حاکم حکومت رسميت پېژندل بيا نړيوالو پورې اړه  مساله ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist