Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کاپيسا کې تېز ورښت او سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي

کاپيسا کې تېز ورښت او سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/04

په کاپیسا ولایت کې د وړمې شپې ورښتونو او تېزې ږلۍ په څلورو ولسوالیو کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي.

ځايي خلک وايي، د انارو باغونه او نور فصلونه یې له منځه تللي او سېلابونو ورته درانه مالي زیانونه او ویجاړی پر ځای پرې اېښی.

د تګاب ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: « زما بڼ یې سل په سلو کې تخریب او له منځه یوړ. د شپې ډېره غټه غټه ږلۍ وشوه او ټول انار یې له منځه یوړل. په دې بڼ کې تر ۱۵۰ زره افغانیو انار وو، خو اوس فکر وکړه چې نور هېڅ هم نه شته.»

یو بل اوسېدونکی وايي: « زموږ پر کلي سېلاب راغی او خلکو ته یې ډېز زیانونه واړول. له حکومت غوښتنه کوو چې زموږ لاسنیوی وکړي.»

تګاب، نجراب، کوهبند او اله سای د کاپیسا ولایت هغه ولسوالۍ دي چې د تېزې ږلۍ ورېدو له امله په کې د انارو او نورو مېوو باغونه زیانمن شوي او بڼوال له حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

د تګاب یو تن اوسیدونکی وايي: « زموږ کور ته هم اوبه راغلې او د انارو باغونه مو له منځه تللي. همدارنګه زموږ کور ته راغلې لارې هم سېلاب وړې دي.»

په ورته مهال،  د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس کریم‌الله وثیق وايي، تر دې دمه د مالي زیانونو کره شمېرې نه دي په ډاګه شوې، خو ډېرو بڼوالو ته زیانونه اوښتي.

کریم الله وثیق وايي: « د تګاب، اله سای، نجراب او کوهبند ولسوالۍ ځپل شوې دي، خو ډېر زیانونه په تګاب او اله سای کې اوښتي. په دغو ولسوالیو کې ټول رسېدلي حاصلات تقریبا ً له منځته تللي دي.»

د ږلۍ دا ورښت وړمه شپه دوه بجې پیل شو او له امله یې په نجراب او تګاب ولسوالیو کې سېلابونو را ووتل چې د خلکو کورونه یې زیانمن او ویجاړ کړل. پېښو ته د رسېدنې ریاست چارواکي وايي، زیانمنو شویو سیمو ته د سروې ټیمونه او بیړنۍ مرستې رسېدلې دي.

د کاپیسا ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدنې آمر عبدالواسع بارکزی وايي: «  په تګاب ولسوالۍ کې کرنیزې ځمکې او د انارو باغونه ویجاړ شوي. زموږ د اضطرار ټیم راغلی او سروې پيل شوې ده. همدارنګه هغو کورونو ته مو خېمې او خوراکي توکي راوړې دي چې په ټولیزه توګه ویجاړ شوي دي. همدارنګه په اله سای او نجراب کې سړکونه هم ویجاړ شوي دي.»

د راوتلیو سېلابونو له امله مواصلاتي لارې، کرنیز حاصلات او کابو لس بابه کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي. تګاب، نجراب، کوهبند او اله سای د کاپیسا ولایت هغه ولسوالۍ دي چې د دغو ورښتونو له امله په کې باغونه له منځه تللي او د خلکو کورونه یې زیانمن کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist