Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کاپيسا کې بڼ‌وال: وچکالۍ او اوبو نه شتون درانه زیانونه راړولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/03

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د انارو یو شمېر بڼ وال وايي،د وچکالۍ او اوبو کمښټ له امله  یې سږکال حاصلات کم شوي او په وینا یې تمه نه لري،چې حاصلات به یې لګښتونه پوره کړي.

د تګاب والسوالۍ د انارو یو تن بڼ وال وايي:« سږ کال ستونز دا ده. دا اوبه چې موږ راتړلي، تر هغه ځايه پورې شږ ساعته مزل دی. اخندزاده ګان ورته وايي، له هغه ځایه يې راتړو، تر دې ځایه شږ ساعته لاره ده. نو يو ساعت کې دا اوبه دلته رارسيږي،چې په یو ساعت باندې راځي درې زره افغانۍ. هغې باندې يو باغ اوبه کېږي، نو چې حساب يې کړې،څه نه پاتې کیږي.»

د تګاب ولسوالۍ د انارو یو بل  بڼ وال بیا وايي:« سږ کال حاصل بيخي خراب وو. د اوبو  ستونزې  ډېرې زيات وې.  له اته یا نهه کيلو متره له  لرې ځایه مو اوبه راتېرولې.»

بڼ وال وايي، سږکال یې د  بڼونو اوبو کولو لپاره تېل اخيستي، خو اوس حیران دي،چې حاصلات به یې لګښتونه پوره کړي او که نه.

د تګاب ولسوالۍ د انارو یو تن بڼ وال وايي:« سږ کال دې بڼ ته ما د ۶۴ زره افغانيو تېل اخيستي دي، نو ګوره، که کومه دانه پاتې وي او څه شی ورڅخه لاسته راشي. که زه دروغ وايم دا دي دوه ورونه ناست دي، له دوی پوښتنه وکړئ.»

د تګاب ولسوالۍ دا بڼونه د نغلو اوبو بند ته په څو کېلو مټرۍ کې موقعیت لري،خو د سیمې خلکو په وینا دا چې تیر حکومت اوبه نه دي مدیریت کړي،سږکال یې بڼونه د پيسو په زور اوبه کړي دي.

د تګاب ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« ستونزه دا ده،چې مشر نه لرو،که مشر مو لرلی،نو دا پاس غر دی څوک ورته کوه وايي، د دې په  منځ کې سيند روان دی، دغه سيند چې دې ډنډ ورنه سرچینه اخېسته ، نو ځي دغه اوبه مخ په پاکستان  روانې دي. ولې موږ ټيټ پراته يو، اوبه په غره کې دي، دومره څوک نه شته دی،چې دغه اوبه راتاوې کړې،چې دلته زموږ بڼونه له تندې وسوځېده. انار مو په دې رقم خرابيږي.»

تجاران هم مني، چې د اوبو نشتون له امله د انارو کيفيت خراب دی او سږ کال ورته تقاضاء کمه شوې ده.

يوازې د اوبو نه شتون هم نه دی،چې د  بڼ والو له پاره یې سږ کال ستونزې جوړې کړې وې، بلکې د تېرې مياشتې په جريان کې د تورخم او نورو لويو لارو تړل کېدو سره بهر ته د انارو صادارت کم شوي، چې له امله یې بڼ والو او سوداګرو  ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist