Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کاناډا د افغانستان ملګرو ډلې غونډه رابللې او په کې يې د افغانستان په تړاو بحثونه کړي

کاناډا د افغانستان ملګرو ډلې غونډه رابللې او په کې يې د افغانستان په تړاو بحثونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/07

په ملګرو ملتونو کې د کاناډا استازولۍ په خپل نوښت د افغانستان په تړاو د ملګرو ډلې غونډې ترسره کېدو خبر ورکړی.

د کاناډا استازولۍ ویلي، په دې غونډه کې د يوناما او سره صليب استازو د افغانستان بشري، سیاسي او اقتصادي وضیعت په تړاو معلومات شریک کړي.

په ملګرو ملتونو کې د کاناډا استازولۍ ویلي: « کاناډا د افغانستان د ملګرو ډلې غونډه رابللې ده. په دې غونډه کې یوناما او د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازو د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري وضیعت په تړاو معلومات شریک کړل.»

که څه هم د دې غونډې په اړه زیات جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو شنونکي وايي د کابل استازي له موجوديت پرته د افغانستان په تړاو هر ډول غونډه پایله نه شي ورکولی.

د دوی په خبره، اړتیا ده چې ملګري ملتونه د افغانستان څوکۍ اوسني حکومت ته وسپاري، ترڅو وکولی شي د افغانستان په تړاو رامنځته کېدونکو بحثونو او اندېښنو ته په عیني واقیعتونو ولاړ او له نږدې ځواب ورکړي.

د دوی په خبره، نړیوال که د افغانستان سیاسي، اقتصادي او یا هم بشري مسایلو په تړاو هر ډول غونډه ترسره کوي، نو اسلامي امارت ته دې هم په کې د ګډون بلنه ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الله جامع وايي: « د افغانستان د مشروع او رسمي استازو په نه شتوالي کې د افغانستان اړوند پرېکړې او هوکړې کول بې ګټې دي. زموږ تلپاتې ټینګار پر دې دی چې نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان اړوند ټولې څوکۍ او د افغانانو د دریځ نیونې او غبرګون دریځونه وسپارل شي. دغه کار به د اعتماد جوړونې لامل شي، ښه درک به رامنځته کړي او په رغنده تعامل به پای ته ورسېږي.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې داسې غونډې په تېر کې هم ترسره شوې او له نتیجې پرته پای ته رسېدلې دي. د دوی په خبره، هغه هېوادونه چې د افغانستان په تړاو د افغان استازو له موجوديت پرته د غونډو جوړولو اعلان کوي او یا یې هم غونډې جوړې کړي دي، یوازې او یوازې نمایشي بڼه يې لرلې.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د افغانستان په اړه چې هره غونډه کېږي، که دا سیاسي وي، که اقتصادي یا هم امنیتي مسایل وي او یا هم د افغانستان د رسمیت پېژندلو خبره وي، دا هېڅ ګټه نه لري او یوازې نمایش دی. »

اسلامي امارت بیا تازه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې یې په ډاګه کړې وه چې د افغانستان حکومت له استازو پرته د افغانستان پر وضیعت غونډې جوړول او یا هم بحثونه کول، مثبته پایله نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist