Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کار او ټولنيزو چارو وزارت له نشه يي توکو رغېدلو ته د مسلکي زده کړو پنځم پړاو پيل کړ

کار او ټولنيزو چارو وزارت له نشه يي توکو رغېدلو ته د مسلکي زده کړو پنځم پړاو پيل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/07

د کار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکو د فني او حرفوي زده کړو په مرکز کې د نشه ‌يي توکو له کارولو رغېدولو کسانو ته د يادو زده کړو پنځم پړاو پرانیست.

د دې وزارت چارواکي وايي، په دې تازه پيل شوې دوره کې به شاوخوا ۸۰۰ هغو کسانو ته چې د نشه ‌يي توکو له کارولو رغېدلي، په پنځو برخو کې د څلور مياشتنيو فني او حرفوي زده کړو زمينه برابره شي.

د دوی په خبره، د کار او ټولنيز چارو وزارت په نشه ‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې پروسې له پيل راهيسې شاوخوا ۶زره رغېدلو کسانو ته د فني او حرفوي زده کړو فرصت برابر کړی.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار معين زاهد احمدزی وايي: « له اعتیاد رغېدلو اشخاصو ته د فني او حرفوي زده کړو د ورکولو په لړ کې یوځل بیا دا دی ۸۰۰ تنو هېوادوالو ته په پنځو حرفو لکه خیاطۍ، بوټ ګنډلو، بیک ګنډلو، د ودانیو برېښنا غځولو او د برېښنايي توکو د ترمیم برخو کې د څلور نیمو میاشتو لپاره د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې ده.»          

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین زياتوي، د سرپرست حکومت بېلابېلې ادارې ځينو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لېږلو هڅو ترڅنګ، په کور دننه هم د کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره د ټولنيزو پروژو تطبيق او د پانګونې جلب هڅې کوي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار معين په دې اړه وايي: « د امیرالمؤمنین د حکم پر اساس، معلولو مجاهدینو ته هم په مرکز او ولایتونو کې د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابروي. همدارنګه په جبري راستنو شویو کسانو ته هم په مرکز او ولایتونو کې د فن او حرفې مرکزونه جوړ شوي دي.»

په ورته مهال، که څه هم د نشه ‌يي توکو له کارولو رغېدلي کسان دوی ته د فني او حرفوي زده کړو زمينې د برابرېدو له امله خوښ دي، خو له سرپرست حکومته غواړي چې کاري فرصتونه هم ورته برابره کړي.

له نشه يي توکو رغېدلی ‌راشد وايي: « له اسلامي امارت ځانګړې مننه کوم چې موږ ته کسب او کار راښيي.»

له نشه يي توکو یو بل رغېدلی کس امیرالحق وايي: « زه غوښتنه کوم کله چې له دې کورس فارغېږو، موږ ته د کار زمینه هم برابره شي، ترڅو بېرته نشو ته مخه نه کړو.»

د کورنيو چارو وزارت مسوولین هم ټينګار کوي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان سره سم به پر نشه ‌يي توکو د روږدتیا د مخنيوي لپاره د يادو توکو د کښت، کاروبار او قاچاق مخه نيسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist