Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: یو شمېر هېوادونه افغانستان ته د ګواښ پر سترګه ګوري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/19

د ساسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،دافغانستان په تړاو د نړۍ او سیمې هېوادونو وروستي دریځونه متفاوت دي او هر هېواد خپله پالیسي لري.

 د دوی  پر باور په نړیوال سیاست کې هېوادونه دایمي ملګري او دایمي مخالیفین نه لري او یوازې خپلې دایمي ګټې تعقیبوي.

 دوی ټنیګار کوي،چې اسلامي امارت باید د خپلو دایمي او ملي ګټو لپاره  د نړیوالو سیاستونو پر وړاندې خپله پالیسي او تګلارې جوړې کړي، تر د هېواد پر ګټه یې راوڅرخوي .

د پوهنتون استاد فیض ځلاند  واِيي:« د نړیوال سیاست قاعده دا ده،چې موږ په کې دایمي دوستان او دایمي دښمنان نه لرو او یو څه چې په نړیوال سیاست کې دایمي دي، هغه دایمي ملي ګټې دي. د اسلامي امارت مشران باید  د خپلو ملي ګټو له مخې د نړیوالو سیاستونو پر وړاندې خپلې پالیسي او تګلارې عیارې کړي.» 

د سیاسي چارو یوشمېر نور کارپوهان وايي، افغانستان له جیوپولوتیک او سیاسي پلوه په داسې ځای کې قرار لري،چې ځینې هېوادونه ورته اړتیا لري او ځینې هغه یې د ځان لپاره یوګواښ ګڼي.

  دوی وايي،  د دغه حالت پر وړاندې یو داسې سیاست ته اړتیا ده،چې ګواښونه په فرصت او اړتیاوې په رسمیت پیژندنه بدلې کړي .

 د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج  وايي:«  لکه څنګه نړۍ کې هر هېواد پالیسي لري او دغه پالیسې که بهرنۍ دي که داخلي دي، د خپلو ګټو پر اساس یې جوړه کړې وي او اوس ځینې هېوادونه افغانستان ته ضرورت لري،اقتصاد په برخه کې، ترانزیت او سیاست په برخو کې ضرورت لري او ځینې یې فکرکوي،چې افغانستان ورته یو ګواښ دی.  اوس د  افغانستان حکومت ته په کار دي،چې دغه مسایل تشخیص کړي او له ګواښونو فرصتونه رامنځ ته کړي او د خپلو ګټو پر بنیاد   پالیسې غوره کړي. کولای شي د یادو هېوادونو پالیسې په خپله ګټه تمامې کړي.» 

بهرنیو چارو وزارت وايي،له لومړي سره هېوادونو د افغانستان په تړاو خپل خپل سیاستونه او دریځونه درلودل او دوی هم ورسره بېلا بېل تعامل لري او ترټولو مهمه یې دا ده،چې له امریکا پرته د نړۍ نور ستر قدرتونه په کابل کې فعالې سیاسي استازولۍ لري. 

د بهرنیو چارو وزارت د درېیم ریاست رییس ذاکر جلالي وايي:«  له پیل هر هېواد د افغانستان پر وړاندې خپل خپل سیاستونه اوخپل خپل لید لوري درلودل او پر همدې اساس د افغانستان نوی حکومت له ګڼو هېوادونو سره متفاوت تعامل لري. که د رسمیت پیژندنې له زوایې ورته وګورو، له امریکا پرته ستر ځواکونه کابل کې سفارتونه لري.» 

دمګړۍ په کابل کې د چین او روسیې په ګډون چې سیمه کې د امریکا سیال هېوادونه بلل کېږي، ۱۳ هېوادونه پرانیستي فعال سفارتونه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist