Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: که افغانستان د تېر کال سیاسي تګلارو ته دوام ورکړي وضعیت به نور هم خراب شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/03

د سیاسي یو شمېرکارپوهان وايي، د  تېر ۲۰۲۲  کال سیاستونه د دې جوګه نه شول،چې افغانستان له نړۍ سره تعامل ته ورسوي او یا هم په بېلابېلو برخو کې  پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې شي.

دوی وايي، که په روان ۲۰۲۳ کال کې هم له د تیر کال له تیروتنو درس وانخېستل شي او په سیاستونو کې بدلون رانه شي،د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت به نور هم خراب شي او په نړۍ کې به یې برخلیک نامالوم وي. 

 د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« له یو کال زیات وخت کې طالبانو ونه شو کړای،چې معیاري حکومت جوړ کړي،د نړۍ مشروع غوښتنو ته ځواب ورکړي،افغانستان له انزوا وژغوري او هرڅه سم روان وي او که دا ډول دوام وکړي، نور به هم افغانستان خرابۍ خواته لاړ شي او ډېر فشار به ملت وویني او د افغانستان برخلیک به تر پښتنې لاندې وي.» 

ځینې نور بیا وايي، پکار داده،چې د تیر کال ټول هغه مسایل چې تېروتنه بلل کیږي،له سره غور پرې وشي او اړتیا ده،چې په دغو سیاستونو کې بدلون راشي. 

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمان شهاب وايي:« په ۲۰۲۳ کال کې باید هغه مسایل محاسبه شي،چې په ۲۰۲۲ کې تیروتنې بلل کیږي،هغه که په کورني سیاست، بهرني سیاست او اقتصاد برخه کې دي او هغه بیه،چې د دغو ستونزو له امله یې افغانان ورکوي، باید وسنجول شي او اړتیا شته ده،چې په سیاستونو کې تغیرات راشي.» 

بل خوا د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وايي، په روان کال کې باید داسې سیاستونو په وړاندې کولو کار وشي،چې پرمټ یې  د تېر کال ټولې نیمګړتیاوې پوره او د پاتې ستونزو د حل لپاره لارې چارې ولټول شي. 

ځلاند زیاته کړې:« ځينې ستونزې شته دي،چې کورنی او بهرنی مشروعیت، نړیواله رسمیت پيژندنه هغه لاهم نیمګړې پاتې ده،نړیوال بندیزونه لکه د پیسو کنګل مسله، د سفر بندیزونه او هغه مسایل،چې له مشروعیت سره تړلي دي د هغه نیمګړي پاتې دي، هېله ده چې په ۲۰۲۳ کال کې د دغو مسایلو د حل لپاره کار وشي.» 

خو  د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل بیا وايي، هم د افغان ولس حقونو ته او هم له نړۍ سره تعامل ته ژمن دي. 

د تکل په خبره، بهرنی سیاست یې متوازنه او اقتصاد محوره دی او د همدې تګلارې پر اساس له نړۍ او  د سیمې هېوادونو سره به تعامل وکړي. 

هغه زیاته کړه:« د افغانستان اسلامي امارت ټولو هغو حقوقو ته ژمن دی،چې د افغانستان ولسونه یې لري، د افغانستان اسلامي امارت اوسنۍ بهرنۍ تګلاره چې اقتصاد محوره او متوازنه ده، د همدې پر اساس له ټولې نړۍ او سیمې هېوادونو سره تعامل ته ژمن دي.» 

داسلامي امارت د تیر کال په کورني او بهرني سیاستونو او په کور دننه  ځینو کړنو نیوکې زیاتې دي،چې ګواکې نه دی توانیدلی،چې په داسې تګلارو  سره کورنی مشروعیت ترلاسه او نړۍ سره تعامل وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist