Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: کابل کې د سیمه‌ییزې همکارۍ نوښت ناسته به افغانستان له سیمې او نړۍ سره ونښلوي

کارپوهان: کابل کې د سیمه‌ییزې همکارۍ نوښت ناسته به افغانستان له سیمې او نړۍ سره ونښلوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/30

په کابل کې د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار ناسته چې د سیمې څلور مهم هیوادونه روسیه ، چین ، ایران او پاکستان یې  غړي دي له سیاسي پلوه د افغانستان لپاره خورا ارزښتناکه ده.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په کابل کې د دغې ناستې جوړېدل د دې ښکارندوي کوي چې لاهم سیمه د افغانستان په اوسني نظام باور لري او د ځان لا ډاډګیرنې لپاره له افغان چارواکو سره له نږدې خبرې کولو غواړي.

دوی وايي، په دغه ناسته کې به د سیمې اندیښنې ځواب شي او هېوادونه به په سیمه کې له شته فرصتونو د ګډې استفادې لپاره همغږي او ګډ اتصال رامنځته کړي چې افغانستان به یې هم برخه وي.

د دوی په خبره، پکار ده چې افغان چارواکي ورته نورې ناستې هم په کابل کې جوړې کړي او د سیمې او نړۍ هېوادونو استازو ته په کې بلنه ورکړي.

ونښلي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« دا د سیمې او اسلامي امارت ترمنځ یو ډېر مهم پرمختګ دی. له دې لارې به اسلامي امارت او سیمه وکولی شي خپلې چارې همغږې کړي، د سیمه ییز اتصال سلسله به چټکه او پیاوړې شي او په لویه کې به  د سیمې اندېښنې او د سیمې له فرصتونو د ګډې استفادې لپاره یو ګډ مېکانیز باندې کار وشي. که چېرته اسلامي امارت ورته ناستې په افغانستان کې زیاتې کړي، له بهرنیو هېوادونو سره په کابل کې ناستې وشي، بهرنیو فکري مرکزونو سره ناستې وشي، له پوهنتونونو سره ناستې وشي، دا به موږ له نړۍ او سیمې سره نېغ په نېغه ونښلوي.»

د سیاسي چارو کارپوه  شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم دا د طالبانو لپاره یو ډېر ښه سیاسي فرصت دی او له دې فرصته باید دوی( طالبان) ډېره سیاسي ګټه پورته کړي. په وار وار دغه ډول ناستې له افغانستانه بهر په ځېنو هېوادونو کې شوي دي. دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې دغسې په زړه پورې او مهمه ناسته جوړېږي. زه فکر دا یو ښه نوښت دی خو اسلامي امارت په خپل مثبت دریځ باندې د دې ناستې د وینا والو وړاندیزونو پخلی وکړي.»  

ځينې نور بیا وايي، په کابل کې د سیمه ییزې همکارۍ د تماس ډلې ناسته  له سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.

دوی وايي، په کار ده چې افغان چارواکي په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي او د دغې ناستې پرمټ  د سیمې او ګاونډيو هېوادونو همکاري او مرسته جلب کړي.

د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي:« د افغانستان له حکومته غواړي چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي، بشري حقوق مراعت کړي، ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ خلاص کړي او ښځو ته د  کار حق ورکړل شي، پر دې  ټولو مسایلو باندې خبرې کېږي.»

په ټوله کې باور دا دی چې د تیرو دوه کلونو په پرتله اوس د افغانستان دحکومت په تړاو د سیمې او نړۍ هېوادونو دریځ مثبت بدلون موندلی خو ورسره د حسنه او پر متقابل درناوي ولاړو ډیپلوماتیکو اړیکو ټینګښت  یو لړ بدلونونو ته اړتیا لري چې باید کابل یې په خپل داخلي او بهرني سیاست کې راولي .

د جمهوریت له سقوط وروسته دا لومړی ځل دی چې کابل د سیمې پر کچه د داسې سترې او مهې ناستې کوربه دی.

 کتوونکي په دې باور دي چې په دغه ناسته کې به  ګډون کوونکي هېوادونه خپلې اندیښنې له افغان چارواکو سره شریکې کړي او همدا راز له ترهګرۍ او نشه یې توکو سره د مبارزې د نجونو او ښځو د حقونو او ورته د کار او زده کړو د اجازې د ورکړې په برخه کې غوښتنې وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist