Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: کابل ته د امریکايي پلاوي راتګ افغانستان سره ښو اړیکو ته د امریکا لېوالتیا ښيي

کارپوهان: کابل ته د امریکايي پلاوي راتګ افغانستان سره ښو اړیکو ته د امریکا لېوالتیا ښيي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/24

په دې ورستیو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د یوبل پر ګټه ځینې ګامونه پورته شوي چې دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په برخه کې یې هیلې زیاتې کړې دي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، کابل ته د زلمي خلیلزاد په ترکیب سره د امریکايي پلاوي راتګ او له بل لوري بیا د امریکايي وګړي خوشې کول او همدا راز  د امریکا له خوا د سراج الدین حقاني پر سر د اعلان شوې جایزې لرې کول هغه مهم انکشافات دي چې د اړیکو د ټینګښت او پراختیا په برخه کې مثبت تحول بلل کیږي.

دوی زیاتوي، دغه ډول اقدامات د دې ښکاروندوي کوي چې امریکا غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې له سره پیل کړي او په دې برخه کې به نور قدمونه هم پورته کړي.

د دوی په خبره، دغه تحولات به امریکا د خپل بهرني سیاست پر اساس رامنځته کړي او اوس دا په ډاګه شوه چې هېڅ هېواد بل ته سیاسي تحفې نه ورکوي بلکې خپلې ګټې پالي.

د سیاسي چارو شنونکی زمان ګل دهاتي وايي: « دا د دې ښکارندويي کوي چې دوی غواړي له افغانستان سره بیا اړیکې ټینګې کړي او ښايي د دې لپاره نور ګامونه هم پورته کړي. زما باور دی چې دا وروستي تحرکات به هغه یخونه اوبه کړي چې وړاندې موجود وو.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: « دا یو مثبت تحول دی. مانا دا چې موږ اوس زده کړه چې هېڅ یو هېواد بل هېواد ته تحفه نه ورکوي. امریکا د خپل بهرني سیاست د ګټو پر بنسټ دغه تحولات منځته راوړي.»

په ټوله کې د کارپوهانو باور دا دی چې د کابل او واشنګټن ترمنځ وروستي ترسره شوي اقدمات په دې مانا دي چې امریکا غواړي له افغانستان سره تعامل ولري او ښو اړیکو ته لار هواره کړي.

پخواني ډېپلوماټان وايي، دغه کار د دواړو خواوو او په ځانګړې توګه د افغانستان او سیمې پر ګټه دی.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « اسلامي امارت د امریکا بندیان آزاد کړل او له بلې خوا، امریکا هغه جایزې چې د سراج الدین حقاني او نورو د نیولو لپاره یې اېښي وې، لغوه کړې او پلاوی یې را ولېږه؛ دا د ښه نیت، دوستۍ او ښو اړیکو ته د لار هوارولو مانا لري، دوی غواړي له افغانستان سره تعامل ولري او ډېپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي. په دې کې د دواړو هېوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان ته ګټه ده، ترڅو له امریکا سره د جګړې او خشونت پر ځای د ښو اړیکو لرلو ته زمینه برابره کړي.»

ځینې نور بیا د امریکا او افغانستان له لوري د یو بل په ګټه کړنې ترسره کول، په افغانستان کې د دایمي سولې او امنیت لپاره پر ګټه بولي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « زه د امریکايي بندي خوشې کېدل یو نېک ګام بولم او په ورته وخت کې د امریکا له تورلېست او د جایزو له لېس د کورنیو چارو د سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او دوو نورو ملګرو ایستل هم یو نېک ګام دی؛ ځکه چې هغه یو ملي شخصیت دی او په خلکو کې زیات محبوبیت لري او دغه کار د دایمي سولې او ثبات لپاره په نېک پال نیسم.»

د افغانستان په تړاو د امریکا په تازه اقدام کې امریکا د اسلامي امارت سرپرست حکومت د کورنیوچارو وزارت د سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني پر سر اعلان کړې ۱۰ میلیونه ډالره جایزه لغو کړې او همدا راز یې د عبدالعزيز حقاني او یحیا حقاني پر سر اعلان کړې جازې هم لغو اعلان کړې دي.

دغه کار د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ټینګښت هیلې هم زیاتې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist