Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي رقابتونه پر اړیکو بدلیدونکي دي چې پرافغانستان به مثبت اغیز ولري

کارپوهان: ځېنې کورني سیاستونه د کابل او نړۍ ترمنځ د اړیکوپر وړاندې خنډونه جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/23

د افغانستان سرپرست حکومت په خپل درې کلن مزل کې بریالی شوی چې د سيمې له ګڼو هېوادونو سره غیر رسمي تعامل ولري خو دغه تعامل تر ډېره پر اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو متمرکز دی.

 په ځينو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ کابل ته سپارل شوې او همدا راز ځينې نور هېوادونه او نړیوال سازمانونه په کابل کې سفارتونه او استازولۍ لري.

خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، له دې ټولو سره سره، د نړۍ ستر هېوادونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره رسمي اړیکو ټینګولو ته زړه نه ښه کوي.

 دوی یې لامل له افغانستان سره د نړۍ عقدوي چلن بولي او وايي، له هغه وروسته چې امریکا او متحدین یې له افغانستانه ووتل، د کابل پر وړاندې یې عقدوي دریځ غوره کړی.

دوی زیاتوي، په کور دننه ځینو سیاستونو هم له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان رسمي اړیکو پر ټینګښت اغېز کړی او باید له سره پرې غور وشي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « د اسلامي امارت په سیاستونو کې داسې آګاهانه یا غیر آګاهانه پالیسۍ کارول کېږي چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د تعامل مخه نیسي.»

همدارنګه ځېنې نور بیا وایي، لوېديځ په دې لټه کې دی چې پر سرپرست حکومت د فشار په راوړلو سره خپلې هغه ګټې خوندي کړي چې د نظامي حضور پرمهال يې په افغانستان کې لرلې.

 دوی وايي، سرپرست حکومت باید شته ستونزو ته د حل مناسبې لارې پیدا کړي، ترڅو د رسمیت پېژندنې په برخه کې د نړۍ پلمې ختمې شي.

د سیاسي چارو کارپوه سېد اکبر آغا وايي: « ښه خبره دا ده چې افغانان هغه ستونزې په خپلو کې هوارې کړي چې نړۍ ته بهانې په لاس ورکوي، ترڅو له دغو بهانو ځان خلاص کړو او د هغوی لاسونه ور لنډ کړو.»

د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د نړۍ له لوري پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو اصلي قرباني عام ولس دی حال دا چې ولس باید د چارواکو او نړۍ د سیاستونه قرباني نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې
افغانستان

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي
افغانستان

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist