Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: په اوسنیو شرایطو کې د علماوو غونډې رابلل ګټور کار دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/07

له تیرو اتو میاشتو راهیسې له نوي نظام همدا تمه ده،چې د افغانستان د کورنیو او بهرنیو ستونزو د حل لپاره باید لویه جرګه راوبلل شي،خو لاهم په دې تړاو اسلامي امارت کوم څرګند دریځ نه دی غوره کړی .

په دې وروستیو کې اسلامي امارت پتیلې،چې لویې جرګې ته ورته د علماوو یوه ستره غونډه جوړه کړي،چې په اړوندو مسایلو به په ‌کې بحث او خبرې وشي. 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،د داسې یوې شورا جوړول ښه اقدام دی،چې پرمټ یې د مشروعیت لپاره لار هواره شي. 

خو  د دوی  ټینګار دادی،چې په دې شورا کې باید د هېواد ټولو برخو استازو برخه ورکړل شي،ترڅو وشي کولی،د ستونزو لپاره حل لار پیدا کړي. 

د سیاسي چارو کارپوه مختار هاتف وايي:« دا چې اسلامي امارت غواړی،چې د علماوو سراسري شورا وغواړي او دافغانستان مشروعیت ترې حاصل کړي. دا یو غوره کار دی، خو تر دې غوره کار دا دی،چې داسې یوه ستره اسلامي شورا دې وي،چې په هغه کې د ټولو قومونو استازو مخالفینو او سیاسي ګوندونواو قومي مشرانو او د ټولو افغانانو استازي په کې ګډون ولري. نو بیا کولای شي،چې د افغانستان ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.»

ځینې نور بیا وايي، د داسې غونډو جوړل به هغه مهال اغیزمن وي،چې اجنډا یې تعریف شي او تشکیل یې هم مالوم،چې د اسلامي امارت له مشرانو پرته څوک ورته رابلل کیږي. 

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي  وايي:«  د علماو  عالي شورا اغیزمنتیا د دې شورا تشکیل تعریف او اجنډا  پورې تړلې ده، په حقیقت کې په ځینو علماوو نه حسابیږي او له هېواده بهر تللي دي او اوس پوښتنه داده،چې په داسې یوه شورا کې کوم علما ونډه اخلي.» 

کارپوهان په دې باور دي،چې  د افغانستان نړیوال مشروعیت له کورني مشروعیت پورې تړلی دی او که اوسنی نظام ونه توانیږي،چې د علماوو شورا او یا هم د کومې بلې سترې ناستې له لارې دغه مشروعیت ترلاسه کړي،نو سیمه اونړۍ به هم پرې باور وکړي او له کابل سره به سیاسي اړیکو ټینګښت ته زړه ښه نه  کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist