Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: پر ښځو د محدودیتونو لرې کول کولی شي ا.ا رسمیت پېژندنې ته نږدې کړي

کارپوهان: پر ښځو د محدودیتونو لرې کول کولی شي ا.ا رسمیت پېژندنې ته نږدې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/20

د اسلامي امارت  بیا ځلې واک ته له رسېدو شاوخوا دري کاله تېریږي خو لا هم هېڅ کوم هېواد پر رسمېت ندی پېژندلی.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،  سرپرست حکومت ته په کار ده چي د هېواد د ګټو لپاره دي د نړیوالو مشروع غوښتنې ومني.

دوی وايي، دا نه یوازې د نړیوالو بلکې د ټولو افغانانو غوښتنه ده چي د  اسلامي امارت مسوولېن دې ښځو او نجونو ته ښوونځیو ته د تګ او کار کولو اجازه ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« د دې لپاره چې دا ۴۰ میلیونه وګړي، د نړۍ د دغو هېوادونو، ملګرو ملتونو له نیوکو وژغورل شي، دوی ( اسلامي امارت) باید د نړیوالو مشروع غوښتنې ومني، د نجونو ښوونځیو دروازې او د نجونو پوهنتونونو دروازې پرانېزي.»  

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:«  نه یوازې رینا امیري بلکې ټول نړیوال د افغانستان ملت په ګډون پر طالبانو باندې غږ کوي چې د ښځو حقوق رعایت کړي، کار ته یې پرېږدي، نجونې ښوونځیو ته پرېږدي او په مقابل کې له طالبانو هم داسې انګېرنه کېږي، چې دوی نه غواړي اړیکې له نړیوالو سره جوړې کړي، ځکه دوی کوم شرعي دلیل هم نه لري، چې ولې یې دا ښوونځي بند کړي یا پر ښځو باندې محدودیتونه دي، ځکه دوی وايي، چې موږ یې خلاصوو، یعنې په دې کې کوم شرعي مشکل نه شته دی.»

ځېنې نور بیا وايي، که اسلامي امارت د ښځو او نجونو حقونه ورنه کړي هغه افغانان به هېواد ته ستانه نه شي چی  نورو هېوادونو کې ميشت دي.

دغه راز دوی وايي، ډېری افغانان له دې امله بهر هېوادونو ته تللي چي اولادونه یې زده کړي وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي:« د تعجب  وړ خبره خو دا ده چې اسلامي امارت په وار وار له خلکو غوښتنه کوي چې تاسې هېواد ته راشئ، ولې هره کورنۍ او هرڅوک همدا خبره کوي چې زما لور یا په بهر کې زده کړې کوي نو که چېرته افغانستان ته راځي، نو د هغوی لپاره ښوونځی تړل شوی، هغه به زده کړې څنګه سرته رسوي.»

د امریکا بهرنېو چارو وزارت چارواکو وړمه ورځ په یوه خبرې کنفرانس کي وویل، که د اسلامې امارت مسوولن د نړیوالو غوښتني ومني د امریکا تر څنګ به يې له نړیوالو سره اړیکي نورې هم سمي او رسمېت پیژندنې ته به لار هواره شي.

اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو قشرونو حقوق تر بل هر وخت خوندي ګڼي او ټینګار کوي، چې له نړیوالو سره غوره تعاملات او اړیکې غواړي او ټول هغه شرایط پوره ګڼي، چې نړیوال یې غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist