Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: پر ایران د اسرائیلو ځوابي برید به ټوله نړۍ ناامنه کړي

کارپوهان: پر ایران د اسرائیلو ځوابي برید به ټوله نړۍ ناامنه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/17

وروسته له هغې چې ایران په دمشق کې پر خپلې کونسلګرۍ د اسرائیلو د برید غچ واخېست اوس اسرائیل پر ایران د ځوابي برید هڅه کې دی.

اسرائیلو د خپلې جنګي کابینې ناسته جوړه کړې چې لا یې په واضع توګه پایلې نه دي څرګندې؛ خو د اسرائیلو یو شمېرغربي متحدینو انګلستان او فرانسې ترې غوښتي چې پر ایران له ځوابي بریده ډډه وکړي او همدا راز د امریکا له وروستي دریځه داسې برښي چې پر ایران د برید پلوی نه ده.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي، که چېرې په منځني ختیځ کې ناامني شدت پیدا کوي او د ایران او اسرائیلو ترمنځ د شخړې لمن پراخېږي نو پر سیمه او نړۍ به یې اغېزې څه وي؟

کارپوهان وايي، لکه څنګه چې د اوکراین جګړې افغانستان له نړیوال تمرکز څنګ ته کړی په سیمه کې جګړه به د افغانستان اقتصادي او سیاسي حالت ټکنی کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د ایران او اسرئیلو ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا سیمه یوې نوې بې ثباتۍ ته بیايي. که چېرې دا شخړه اوږدېږي نو د سیمې ګڼ شمېر هېوادونه به په کې راښېکل شي. جنګ په سیمه کې د افغانستان په ټولنیز او اقتصادي او همداراز سیاسي مسایلو باندې بده اغېزه لري. د اوکرایین او غزې ستونزې، شخړې، جنګونه او ناوړه وضعیت افغانستان له نړیوال سیاسي تمرکزه څنګ ته کړی، چې خپله دا موضوع د افغانستان اوسنۍ مساله لا پراخوي.»

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمان شهاب وايي: « د منځني ختیځ حالات او کړکېچ په ټولې سیمې اغېز لري او افغانستان هم له دې اغېز مستثنی نه دی، پخوا هم د منځني ختیځ پېښو ان په ځېنو حالاتو کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت اغېز درلود. د اوس لپاره زما په نظر د ایران او اسرائیلو ترمنځ پېښ شوی کړکېچ به لا زیات شدت وا نه خلي او ورستني برید مرحله یې د شدت وروستی حد و؛ خو بیا هم که کړکېچ زیاتېږي نو دا به د افغانستان په حالاتو اغېز وکړي.»

ځېني بیا په دې باور دي چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د سترې جګړې د رامنځته کېدو په صورت کې نه یوازې دا چې په ایران کې د شاوخوا درې میلیونه افغان کډوالو ژوند اغېزمنولی شي، بلکې ایران سره د افغانستان ټولې اقتصادي او ټرانزیټي هوکړې هم زیانمنولی شي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي: « که چېرې اسرائیل له ایرانه د غچ اخېستو لپاره لاس په کار شي؛ نو طبعي خبره ده چې د سیمې او منځني ختیځ هېوادونو سوله، ثبات او امنیت به اغېزمن کړي او د هېوادونو  پر سیاسي، ډیپلوماټيکو او اقتصادي اړیکو به منفي اغېز ولري، له دې جملې د افغانستان او ایران ترمنځ شته اقتصادي اړیکې به د دې سیمو موخو ښکار شي او د دوی ترمنځ اقتصادي پروژې او قراردادونه به وځڼدول شي، همداراز هغه ستونزې چې د افغانستان کډوال یې په ایران کې لري لا به پسې زیاتې شي.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، د ایران او اسرائیلو ترمنځ د سترې جګړې د رامنځته کېدو امکان کم دی، خو که چېرې یو پر بل ستر بریدونه وکړي سربېره پر دې چې د سیمې هېوادونو امنیتي او سیاسي ثبات له منځه ځي، بلکې د افغانستان په شمول د نفتو مصرفي هېوادونه به له اقتصادي اړخه ډېر وځپل شي.

فرهادي زیاتوي: « که د اسرائیلو او ایران جنګ زور واخلي، چې د دې کار شونتیا کمه ده، نو پاکستان به اړ شي چې د امریکا او سعودي عربستان تر فشار لاندې راشي او له اسرائیلو ملاتړ وکړي او دا چې افغانستان د ایران ګاونډی دی ښه به دا وي چې بې پرې پاتې شي. همداراز د پټرولو بیه به ۱۰ سلنه لوړه شي چې د پټرولو د واردونکي هېواد په توګه به موږ ته سخته تمامه شي.»

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر سیاسي استازولۍ د اسرائیلو له برید نږدې دوه اونۍ وروسته ایران د اپریل میاشتې په ۱۴مه پر اسرائیلو راکټي عملیات ترسره کړل چې د راپورونو له مخې، ډېری یې د اسرائیلو دفاعي ځواک له لوري خنثی شوي؛ خو تهران ادعا کړې چې ۱۰ ځایه اهداف یې په نښه کړي او دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د برید غچ یې اخېستی دی.

دغه برید نړیوال غبرګونونه لري او له دواړو هېوادونو غوښتنه شوې چې نړۍ د بلې جګړې زغم نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist