Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

کارپوهان: پاکستان کې سیاسي بدلون د افغانستان پر وضعیت هېڅ ډول اغیز نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/14

د پاکستان ولسمشر عارف علوي څو ورځې وړاندې  د دغه هېواد پارلمان منحل کړ او انوارالحق کاکړ چې د پاکستان مشرانو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټې مشر وه، لنډمهاله لومړی وزیر ټاکلی دی.

ټاکل شوې، چې  پاکستان کې د راتلونکو درېیو میاشتو په موده کې ټاکنې وشي او په اسلام اباد کې به نوی حکومت رامنځ ته شي.

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، په پاکستان کې سیاسي تغیرات د افغانستان پر وضعیت هېڅ ډول اغیز نه شي کولی او نه هم ملکي حکومتونه د دې صلاحیت لري چې د افغانستان پر وړاندې د دوی شته ستراتیژیو کې مثبت بدلون راولي.

 دوی په دې باور دي چې د افغانستان په تړاو د اسلام اباد ټول سیاستونه د دغه هېواد څارګره اداره او پوځي مشران ټاکي او هېڅ کله هم د باثباته افغانستان پلویان نه دي.

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي:«  پاکستان کې چې کوم لومړي وزیران  یا سیاسي لوبغاړي چې منځته راځي دا د لنډمهال لپاره خپلې چارې ترسره کوي خو د افغانستان په داخلي چارو کې یا د افغانستان په پالیسې کې دوی د دې واک او ځواک نه لري چې کوم بدلون رامنځته کړي، دا همدا پوځ دی او په ټوله کې آی.اېس.آی ده چې د افغانستان لپاره یې اوږدمهاله پالیسي په پام کې نیولې او هغه به عملي کوي. پاکستان له جوړېدو راپدیخوا تل دا هڅه کړې چې افغانستان باید بې ثباته وي ، افغانستان کې باید باثباته مرکزي حکومت شتون ونه لري او د دوی لاسوهنو لپاره افغانستان کې همیشه داسې حالت رامنځته کړي چې د دوی ( پاکستان) له ولکې ځان آزاد نه کړي. »

ځینې په دې اند چې  پاکستان به هېڅ کله هم د افغانستان پر وړاندې خپلې پالیسۍ بدلې نه کړي او زیاتوي چې دغه هېواد سوله ییز افغانستان او په کې ځواکمن نظامونه د ځان پر زیان بولي.

 دوی وايي، یوازې هغه مهال دا ممکنه ده چې اسلام اباد د کابل پر وړاندې له مغرضانه سیاستونو لاس واخلي چې د لندن او واشنګټن له انحصاره ځان خلاص کړي او حکومتي مشران یې په واقعي مانا د ټاکنو له لارې وټاکل شي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:«   دوی ( پاکستان) نه غواړي چې افغانستان یو قوي نظام ولري. د پاکستان پالیسي د افغانتسان په اړه به هېڅکله بدلونه ونه کړي، تر هغې چې په پاکستان کې په واقعي بڼه ټاکنې رامنځته شي او د پاکستان د ولس لخوا د دوی لومړی وزیر یا ولسمشر وټاکل شي. له هغې وروسته امکان شته دی چې د پاکستان پالیسي د  افغانستان په اړه بدلون وکړي.  هغه هم په هغه صورته کې چې پاکستان د امریکا او انګریز له انحصاره خلاص شي.»  

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، د پاکستان پوځيان چې صلاحیت هم ورسره دی د دغه هېواد حکومتونه اداره کوي او د خپلو ستراتیژیو پرمټ چې د سیمې او افغانستان په تړاو یې لري تعاملات کوي.

ځلاند زیاتوي:« د پاکستان حکومتونه د پوځ او د دوی د استخباراتي ځواکمنو ادارو له خوا اداره او مدیریت کېږي او د اوږدمهال لپاره دوی خپلې ستراتیژۍ د  افغانستان او سیمې لپاره لري. د همدې اوږدمهاله ستراتیژیو په اډانه  کې دوی خپل تعاملات پر مخ بیايي.»  

په اوسنیو شرایطو کې پاکستان نه یوازې دا چې له سیاسي کړکیچ سره مخ دی بلکې په دغه هېواد کې بریدونه او چاودنې هم زیاتې شوي چې ډېری وخت یې مسوولیت ټي.ټي.پي ، پلوڅ ازادي غوښتونکي او  داعش ډله پر غاړه اخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist