Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: نړۍ پر افغانستان د سیاسي او اقتصادي بندیزونو ترڅنګ ګڼ نور فشارونه هم په اختیار کې لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/24

 د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، که اسلامي امارت ته وړاندې شوي شرایط و نه منل شي، نو نړیوال اوس هم د اقتصادي او سیاسي بندیزونو سربیره،ګڼ فشارونه پر میز لري او کولای شي پر اسلامي امارت یې ولګوي.

د سیاسي چارو کارپوه  سلیم کاکړ  وايي:« اوس هم درې فشارونه او بندیزونه شته دی، چې د امریکا پر میز پراته دي او پر اسلامي امارت یې لګولای شي. د هغو پیسو بندیزونه چې امریکا کنګل کړې دي، د سیاسي مشروعیت بندیز او هغه یو شمیر نظاميان،چې د طالبانو په لیکو کي دي او اسلامي امارت ته یو ګواښ کیدای شي.» 

له دې هرڅه سربېره رواني، ډیپلوماټیک او نظامي فشارونه هم د دې لامل کیدای شي،چې اسلامي امارت دې ته اړ باسي،چې د نړیوالو شرایطو ته غاړه کیږي.

 د سیاسي چارو کارپوه رادمنش  وايي:« د سیاسي او اقتصادي بندیزونو سربېره، امکانات د دې شته دی،چې افغانستان کې ډیپلوماټيکې، رواني، نظامي او نور هغه ستونزې،چې اوس په افغانستان کې دي، زیاتې شي، ترڅو طالبان ملي او نړیوالو حقونو ته غاړه کیږدي.» 

اخوا ځنې نور بیا وايي، د دغو بندیزونو او فشارونو راکمولو یوازینۍ وسیله د تفاهم او مباحثې ژبه کیدای شي.

 دوی وايي، له نړیوالو سره د اسلامي امارت شته کړکیچونه باید حل شي،ځکه منفي اغیزې به یې ډېرې اوږدمهالې وي.

 د سیاسي چارو کارپوه  شفیق همدرد وايي:« دغه فشارونه باید راکم شي او مسایلو ته باید د خبرو او بحث له لارې حل لار ولټول شي،ځکه د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم دغه کار وشو او موږ یې منفي پایلې تر اوسه پورې وینو. نو ښه خبره دا ده،چې رامنځ ته شوې ستونزې د خبرو او بحث له لارې حل شي.»

بل لور ته یو شمیر پخوانیو لوړپوړو بریټانیوي چارواکو ګارډین ورځپاڼې ته په یوه استول شوي لیک کې وړاندیز کړی دی،چې پر افغانستان ځنې لګول شوي بندیزونه دې پرخپل حال وي،خو د عامه خدمتونو برخې باید له بندیزونو او فشارونو خوندي وي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist