Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: نړۍ له اسلامي امارت سره تعامل ته نږدې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/15

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،د نړیوالو او په تیره بیا د امریکا وروستي درېځ دا څرګنده کړې،چې نړۍ د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل ته زړه ښه کړی،خو پر کور دننه ځینو کارونو ته اړتیا ده،چې باید کابل یې ترسره کړي. 

دوی وايي، ممکن په هغو برخو کې یو لړ تغیرات رامنځ ته شي،چې د رسمیت پيژندنې لپاره اړین وي. 

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« په ټوله کې حالتو ته،چې ګورو نړۍ له طالبانو سره تعامل ته نږدې شوې او داسې ښکاري،چې طالبان هم د نړۍ شرایطو ته غاړه کیږدي او څه تغیرات رامنځ ته شي،چې ښځې به بېرته ټولنیز ژوند ته راشي.» 

ځینې بیا د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ وروستی سفر او په متحده عرب اماراتو کې له افغان چارواکو او پخوانیو سیاسیونو سره یې لیدنې په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کولو هڅې یادوي.

دغه راز دوی وايي، اوس باید ټول هغه خنډونه له منځه ولاړ شي،چې د افغانستان رسمیت پيژندنې پر وړاندې پراته دي.   

د سیاسي چارو کارپوه عبدالرشید ایوبي وايي:«منځنۍ اسیا ته د توماس وېسټ سفرونه او  د طالبانو مشرانو او نورو سیاسي څیرو سره لیدنې،دا په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه نظام د جوړېدو لپاره هڅې دي،چې کیږي او په دې تړاو به په ازبکستان کې د ملي ډیالوګ په نوم ناسته جوړه شي،چې د جمهوریت مهال مشران او طالب مشران به هم په کې حضور ولري او د نړیوالې رسمیت پيژندنې پر وړاندې،چې کوم خنډونه دي باید له منځه یوړل شي.»

 سیاسي فعال کمال ناصر اصولي بیا په دې اند دی،چې په انفرادي ډول د حکومت مخکې وړل ستونزمن کار دی او تیرو تجربو هم ښودلې،چې په یوازې ځان هېڅ هم نه کیږي،خو  اوسنی وضیعت له بل هر وخت غوره ده او ټول هېواد د یوه مرکزي نظام تر کنټرول لاندې دی.

اصولي وایي، غوښتنه یې دا ده،چې باید کورنی مشروعیت ترلاسه شي،چې پر اساس یې افغان حکومت نور هم  د نړیوال مشروعیت پر لور ګامونه  ګړندي کړي. 

هغه زیاته کړه:« په انفرادي ډول د دولت چلول مشکل کار دی،تجربو ښودلې،چې خلق او پرچم ګوندونه هم په دغه برخه کې ناکام ول او پخواني مجاهدین هم همداسې روان ول،چې کورنیو جګړو ته یې لاره خلاصه کړه،خو اوسنی حالت غوره دی، له هغه حالتونو، ټول افغانستان د یوه سرپرست دولت تر چتر لاندې دی،خو اړتیا لېدل کېږي،چې موږ داخلي مشروعیت ترلاسه کړو،چې پرمټ یې نړۍ هم موږ وپيژني.»

په ټوله کې کابل له ګاونډیو او سیمې هېوادونه سره غیر رسمي نږدې سیاسي  او سوداګریزې اړیکې لري او د دې تر څنګ ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه هم په کابل کې سیاسي دفترونه لري،چې ورسره لاهم د افغانستان د رسمیت پیژندنې هېلې ژوندۍ دي.

  •  
ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist