Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

کارپوهان: نړۍ غواړي افغانان او اوسنی نظام د نړیوال نظم برخه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/23

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو له لوري د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په تړاو ستره نړیواله ناسته جوړه شي.

 په دغه ناسته کې به د هېوادونو استازي د افغانستان په تړاو بحثونه او خبرې ولري.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د افغانستان په تړاو د نړۍ تېرو ناستو او هڅو ته په کتو داسې ښکاري چې لا هم نړیوالې ټولنې افغانستان نه دی هېر کړی.

دوی په دې باور دي چې نړۍ غواړي افغانان او اوسنی نظام یې د نړیوال نظم برخه شي.

دوی وايي، اسلامي امارت باید له دغو فرصتونو ګټه واخلي او ټولې هغه مشروع غوښتنې چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې نه دي باید عملي کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « په دې وروستیو کې د افغانستان په تړاو ګڼې ناستې او مجلسونه وشول، چې دا هر څه د دې ښکارندوی کوي چې نړۍ لاهم دې ته ژمنه ده چې افغانستان د نړیوال نظم یوه برخه وګرځي، افغانستان یې لا نه دی هېر کړی، سره له دې چې په نړي کې نورې سترې ننګونې، لکه: د اوکراین جګړه ده، په فلسطین کې تاوتریخوالی، جګړه، ظلم او وحشت روان دی او له دې ټولو وحشتونو او ظلمونو سره لاهم نړۍ افغانستان ته پام کوي؛ نو دا غونډې اسلامي امارت او افغان ولس ته ستر فرصتونه دي ترڅو له دې ناستو د افغانستان ستونزو او کشالې لپاره یو سیاسي حل راوباسي.»

 د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « له نېکه مرغه داسې ښکاري نړیوالې ټولنې افغانستان هېر کړی نه دی. تېر کال هم د ملګرو ملتونو سرمنشي پرمشرۍ په دوحه کې د ځانګړو استازو ناسته وشوه او داسې ویل کېږي، چې دا ناسته به د فبرورۍ تر پایه بیا په دوحه کې ترسره شي، دلته مهمه خبره دا د چې د ښاغلي فریدون سینرلي اوغلو هغه راپور چې د امنیت شورا لخوا اکثریت هېوادونو تائید کړ؛ نو زما په نظر د دې غونډې اهمیت به ډېر زیات وي په دې هېله چې د افغانانو استازي هم په کې ګډون ولري.»

کارپوهان وايي، له اوسني وضعیته د افغانستان د راېستلو لپاره نړیوال مشروعیت زیات مهم دی او دغه هدف ته د رسېدو لپاره باید افغان لوری له هرې ممکنه لارې کار واخلي.

دوی وايي، که په راتلونکې کې هم د افغانستان په تړاو ناستې جوړېږي او فرصتونه رامنځته کېږي نو باید د هغو موخو د ترلاسه کولو لپاره ترې سیاسي ګټه واخېستل شي چې د نړیوال رسمیت پېژندنې لپاره یې افغانان لري.

د پوهنتون استاد فضل هادي وزین وايي: « په کار ده چې دا ډول غونډو کې د افغانستان استازی ګډون وکړي ترڅو نړیوالو ته د افغانستان دریځ تشریح کړي، که دا ډول غونډې د افغانستان استازي په غیاب کې ترسره کېږي نو ګټورې به نه وي. موږ ته هم په کار ده چې د نړیوالو مشروع غوښتنې چې د افغان ملت غوښتنې هم دي باید ومنو، ترڅو ټول هغه خڼدونه چې د نړیوالو او افغانستان ترمنځ دي په ښو اړیکو بدل شي.»

ځينې نور بیا وايي،  که د ملګرو ملتونو په راتلونکې ناسته کې چې په قطر کې جوړېږي، افغان لوري ته د قضیې د طرف په توګه بلنه ورنه کړل شي او د افغانستان اوسني واقیعتونه نړیوالو ته وړاندې نه شي دا به هم پایله ورنه کړي.

دوی وايي، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په تړاو زیاتې نړیوالې ناستې شوي خو کومه جوته نتیجه یې نه ده ورکړې.

دغه راز دوی وايي، د حل یوازینۍ لار د دواړو اړخونو ترمنځ انعطاف په ګوته کوي چې تفاهم ته د رسېدو لپاره یې باید په ځينو مسایلو کې ښکاره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « د اسلامي امارت له حاکمته تر ننه ډېرې غونډې په ملګرو ملتونو او نړیوالو هېوادونو کې ترسره شوې؛ خو هېڅ مثبته پایله یې نه درلوده. دغه غونډه چې په راتلونکې کې په قطر کې ترسره کېږي، هغه مهال به مثبته تمامه شي چې د اسلامي امارت لوړپوړي، باصلاحیته استازي په کې ګډون ولري، که د اسلامي امارت استازي په کې ګډون ونه لري نو دا یوازې د زبرځواکونو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو او نړیوالو هېوادونو سیاسي اهداف دي، نه د افغانستان او د اسلامي امارت لپاره.»

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو جوړېدونکې راتلونکې ناسته د هغې غونډې  تسلسل یادېږي چې تېرکال د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي په نوښت قطر کې جوړه شوې وه او د افغانستان رسمیت پېژندنې په تړاو یې په کې بحثونه وکړل، هغه مهال ترسره شوې ناستې ته د افغانستان د سرپرست حکومت مخالفینو چې په بهر کې مېشت دي؛ غبرګون ښودلی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist