Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: نړۍ اړتیا لري چې له افغان حکومت سره د تفاهم لار غوره کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/17

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي،لکه څنګه چې افغانستان اړتیا لري،چې له نړۍ سره رسمي اړیکې ولري همداسې نړۍ هم اړتیا لري،چې له افغانستان سره تعامل غوره کړي. 

دوی وايي،د افغانستان جغرافیايي موقیعت ته په کتو نړۍ اړه ده،چې بالاخره د افغانستان له دولت سره د تفاهم او تعامل لاره غوره کړي. 

دغه راز دوی وايي، افغانستان د نړۍ برخه ده او نړیوال تعامل د سیمې، نړۍ او افغانستان پر ګټه دی.

 د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« که د افغانستان هایدرو پلوتیک، ژي پلوتیک او ژي اکانومیک جغرافیې ته وګورو، نړۍ هم دې ته اړتیا لري،چې له افغانستان سره د تفاهم او انعطاف لار غوره کړي، د تعامل لاره نړۍ ته اړتیا ده، هماغسې چې موږ د تفاهم لاره غوره ګڼو او داسې نړۍ ته هم ښايي چې له موږ سره د تفاهم لار غوره کړي او افغانستان به د دوی لپاره مفید او اغیزمن تمام شي.» 

ځینې نور بیا په دې باور دی،چې د ګاونډ،سیمې او نورې نړۍ هېوادونه د سوداګرۍ ، ترانزیت او سیاسي برخو کې د افغانستان جغرافیې ته اړتیا لري. 

دوی وايي، افغانستان له هرلحاظه نړۍ ته مهم دی او نړیوال نه غواړي،چې داهېواد دې دایمي انزوا کې پاتې شي. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« لکه څنګه چې افغانستان اړتیا لري،چې له نورو هېوادونو سره تعامل وکړي،همداسې د سیمې او ګاونډ هېوادونه هم افغانستان ته په سوداګریزو چارو کې سیاسي او امنیتي چارو کې دوی هم اړتیا لري او له سیمې لرې هېوادونه هم د سیاسي موخو لپاره دغې جغرافیې ته اړتیا لري او نه شي کولی،چې افغانستان په نړۍ کې  د انزوا حالت کې پریږدي.» 

په ورته وخت کې کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د افغانانو د بشري او اقتصادي وضعیت د ښه کیدو لپاره یوازینۍ لاره له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل په ګوته کوي.

د افغانانو د بشري او اقتصادي وضعیت د غوره والي لپاره له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لاره نه شته دی. 

له هغې وروسته،چې په افغانستان کې جمهوري نظام رانسکور شو او اسلامي امارت واک ته ورسید،نړۍ له افغانستان سره خپلې هر ډول رسمي اړیکې پرې کړي،خو لاهم ګڼ شمیر هېوادونه او نړیوال سازمانونه په کابل کې سیاسي استازولۍ لري او ډیپلوماتان یې پرکار بوخت دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist