Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت یو ځل بيا  ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورکړې غوښتنه کړې

Ecuador's President Guillermo Lasso Mendoza addresses the 78th United Nations General Assembly at U.N. headquarters in New York, U.S., September 20, 2023. REUTERS/Caitlin Ochs

کارپوهان: ملګرو ملتونو د افغانستان ولس او نظام پر حق سترګې پټې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/21

ملګرو ملتونو په خپلې وروستۍ ناسته کې پریکړه کړې چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ د یوه  بل کال لپاره هم وځنډوي او افغان حکومت ته دې نه سپارل کیږي .

د یادې پریکړې له مخېؤ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ به د یو بل کال لپاره هم د پخواني جمهوري نظام استازي نصیراحمد فایق سره وي .

خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، دا د افغان ولس او د افغانستان د نظام مسلم حق دی چې باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ وروسپارل شي.

دوی وايي، له دې کار سره ملګرو ملتونو له افغانانو خپل حق اخېستی دی.

 دغه راز دوی وايي، لومړی دې دغه څوکۍ د افغانستان اوسني نظام استازي ته ورکړل شي او که په دې برخه کې اعتراضونه موجود وي نو داسې درېیم ګړي ته دې وسپارل شي چې وشي کولی په نړیوال سټیج کې په سمه توګه د افغانستان غږ پورته کړي .

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي : « ښه به دا وي چې لومړی دا څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته ورکړل شي، که چېرې نه ورکول کېږي، نو داسې یوه درېیم ګړي ته وسپارل شي چې د افغان ولس ښه استازولي وکولی شي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانستان ستونزې په دې لوی نړیوال ستر ستیج کې راغبرګې کړي ترڅو د نړیوالو مرستو په راخپلولو سره د افغانستان اوسنۍ کشالې یوڅه راکمې شي.»

کارپوهان وايي، له دې سره ملګرو ملتونو وښوده چې خپلواک نه دي پریکړې او عمل یې د یو شمیر هېوادونو په خوښه ترسره کیږي.

دوی وايي، ملګري ملتونه هم له افغانستان سره دوه مخی سیاست کوي له یوه لوري د تفاهم او تعامل خبرې کوي او له بل لوري بندیزونه او نور مسایل مطرح کوي چې د افغانانو پر زیان دي.

د سیاسي چارو کارپوه  سرور نیازی وايي:« کله چې نړیوال د تعامل خبره کوي نو بیا بندیزونه او دا چې افغانستان پر رسمیت نه پېژني، ملګرو ملتونو کې افغاستان ته ځای نه ورکوي دا په څه مانا دي؟ زه فکر کوم ملګري ملتونه هم دوه مخی سیاست لوبوي او استقلالیت نه لري، ځکه دوی د یوه هېواد یا یوې ډلې هېوادونو په پلوۍ تل خبرې کوي او عمل کوي. »  

په ټوله کې باور دا دی چې افغان حکومت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ سپارل له رسمیت پيژندنې سره تړلې مسله ده او په دغه برخه کې باید ځینې پرمختګونه رامنځ ته شي.

کارپوهان په دې اند دي، که افغان دولت غواړي چې له نړۍ سره یې اړیکې ښې شي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورته وسپارل شي نو اړینه ده  چې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي ، په حکومتي ادارو کې ښځې پر دندو وګوماري او همدا راز  اساسي قانون جوړ او پر بنسټ یې حکومت رامنځ  ته کړي.

دا درېیم کال دی چې په ملګرو ملتونو کې دافغانستان څوکۍ دافغانستان سرپرست حکومت ته نه سپارل کیږي دا ځل اسلامي امارت د ملګرو ملتونو دغې پریکړې ته د جفا نوم ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دغه سازمان د ځينو هېوادنو تر اغیزلاندې دی نو ځکه ترې زیاتې تمې نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist