Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: لویه جرګه کې باید د افغانستان پر بهرني او سیمه ییز سیاست زیات تمرکز وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/27

ټاکل شوې ده، کابل د یوې اونۍ لپاره د لویې جرګې کوربه وي،هغه جرګه چې له اسلامي امارته  یې د جوړېدو په اړه غوښتنې زیاتې کېږي،خو اسلامي امارت جرګې ته د علماوو د ناستې نوم ورکړی دی.

د جرګې پروسیجر او اجنډا څرګنده نه ده،خو د سیاسي چارو یو شمر کارپوهان ټینګار کوي،چې  اسلامي امارت باید خپله تګلاره د جرګې له لارې اعلان کړي،چې په څه ډول قانون ولاړه ده.

دوی وايي، د  نړیوالو غوښتنو او هغوی سره د تعامل او تفاهم پر بنسټ جرګه کې باید ګډ تصمیم رامنځ ته شي.

 د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« ایران،پاکستان،چین او روسیې ته مهمه داده،چې دا جرګه په دې منجر شي. په یو ټولشموله حکومت کې کوم کسان چې طالبان نه دي هغه په لوړ ځای کې اوسي. اسلامي هېوادونو ته چې مهم دي، هغه د ښځو حقوق، زده کړې او کار دی،که دا شیان د جرګې مسایل وي،ښه  پایله ورکوي.» 

اسلامی امارت خپل بهرنی سیاست اقتصاد محوره بللی دی.

یو شمېر نور بیا پر دې ټېنګار کوي،چې جرګه کې باید نړیوالو او ګاونډیانو په اړه د افغانستان د بهرني سیاست اساسات او کرښې مالومې شي.

 د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:« دغه لویه جرګه باید د ټولو استازولي وکړي،له ګاونډیانو سره د اړیکو کار په اړه تصامیم ونیول شي. افغانستان کې د ولسونو او سیاسي احزابو مبارزې ته ځای ورکړل شي. د ډیورنډ کرښې په اړه هم باید خبرې وشي. اساسي قانون باندې خبرې وشي،د پخواني پاچا الحضرت ظاهر شاه او که د تیر جمهوري حکومت د منلو وړ ده.» 

اوس که د اسلامي امارت له لوري لویه جرګه رابلل کېږي،ښایي په لویو مسایلو باندې پرېکړې وشي.

اسلامي امارت له وړاندې ویلي،چې  د انجونو د زده کړو، کار او دې ته ورته اختلافي مسایلو به علماء دریځ نیسي .

کارپوهنا وايي، د اساسي قانون پرسر بحث ډېر مهم دی،چې د ظاهرشاه د وخت قانون پلی شي او که د تیر نظام قانون کې بدلون راشي.

دوی وايي، اسلامي امارت باید د ملي حاکمیت ټینګښت لپاره او د  اساسي قانون د رغولو لپاره ملت ته خپله تګلاره اعلان کړي او همدارانګه نړیوالو ته مالومه کړي،چې ترکومه بشر حقونو ته درناوی نه دی کړی، هغه کوم نقاط دي. 

اسلامي امارت له څه باندې لسو میاشتو وروسته لویه جرګه راغواړي، اوس به ولیدل شي، چې د جرګې په جوړېدو سره افغانستان د اسلامي امارت ترر واک لاندې کوم لور ته مسیر پیدا کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist