Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: له نړۍ سره  د رامنځته شوي ناسم پوهاوي د حل یوازینۍ لار خبرې اترې دي

کارپوهان: له نړۍ سره  د رامنځته شوي ناسم پوهاوي د حل یوازینۍ لار خبرې اترې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/02

د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو او سرپرست حکومت له جوړېدو راهیسې نه یوازې د افغانستان او نړۍ ترمنځ شته واټن په خپل ځای پاتې دی، بلکې د کابل پر وړاندې د نړۍ دریځ ورځ تر بلې لا سخت شوی او د ستونزو د حل لپاره د خبرو هېڅ درک نه لیدل کیږي.

کارپوهان وايي، د افغان لوري او نړۍ ترمنځ د شته ستونزو حل او تعامل ته د رسېدو یوازینۍ لاره خبرې او مذاکرات دي چې باید ترسره شي.

دوی زیاتوي، د نړۍ یو اړخیز دریځونه او فشارونه د حل لار نه ده او نه هم کومه پایله لري او اړتیا ده چې نړۍ له افغانستان سره تفاهم ته د رسېدو په موخه د خبرو لار غوره کړي او په خپل اوسني دریځ له سره غور وکړي.

د کارپوهانو په اند، افغانان هم د یوه ملت په توګه دا حق لري چې د نړۍ د نورو ملتونو په څېر له خپلو نړیوالو حقوقو برخمن شي او نور باید نړیوال د بشر دوستۍ په نوم دغه حق ترې وا نه خلي.

د ساسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « موږ د نړۍ د یوه ملت په توګه حق لرو، چې د نړیوالې ټولنې له ټولو حقونو او امتیازونو برخمن شو. د دې لپاره باید ډیپلوماټیکه، سیاسي او مدني مبارزه وشي او په کور دننه اصلاحات رامنځته شي؛ ترڅو د سیمې او نړۍ قناعت حاصل شي او دا ملت هغه څه ترلاسه کړي چې د ملګرو ملتونو په منشور کې ورکړل شوي.»

ځېنې نور بیا په دې باور دي، چې ګډ تفاهم کولی شي د نړۍ او افغانستان ترمنځ شته کشالې ته د پای ټکی کېږدي او د حل لارې یې راوباسي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « ښه به دا وي چې دغه کشاله نه یوازې د اسلامي امارت د چارواکو بلکې د ټولو افغان شخصیتونو او مخورو له خوا د یوه ګډ تفاهم په چوکاټ کې حل شي او پر نړیوالو غږ وشي چې پر افغان وګړو او حکومت بندیزونه لرې کړي.»

اسلامي امارت وايي، د سیمې او نړۍ ثبات غواړي او په دغه برخه کې به خپل مسوولیتونه د نړیوالې ټولنې د غړي هېواد په توګه ترسره کړي او له هېوادونو هم ورته توقع لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، خبرې اترې کولی شي رامنځته شوی ناسم پوهاوی له منځه یوسي او د همکارۍ فضا پراخه کړي.

هغه په دې اړه وايي: « یو ځل بیا ټولو ته اعلان کوو چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ د نظم او ثبات غوښتونکی دی. موږ به په دې برخه کې خپل مسوولیتونه د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه ترسره کړو خو له نورو هېوادونو هم د متقابل عمل غوښتوونکی یو. موږ کولی شو د خبرو اترو او تعامل له لارې ناسم پوهاوی ختم او د همکارۍ پراخه فضا جوړه کړو. د اسلامي امارت بهرنی سیاست له هېوادونو او سازمانونو سره په تعامل او همکارۍ ولاړ دی.»

اسلامي امارت له دې وړاندې څو ځله ټینګار کړی چې له ټولې نړۍ سره پر متقابل درناوي ولاړې ښې اړیکې غواړي او له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لري او ډاډ ورکوي چې له افغانستانه به هېڅ یوه هېواد ته زیان ونه رسيږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist