Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: له نړۍ سره د خبرو لارې لاهم خلاصې دي او افغان حکومت باید ورسره د تعامل لار خپله کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/05

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړېکو ټینګښت په موخه له نړۍ سره د خبرو اترو لارې لاهم خلاصې دي او افغان حکومت ته په کار ده،چې انعطاف وښي او د تعامل لاره غوره کړي. 

دوی په دې باور دي،چې قطر کې  د امریکا او افغان چارواکو ترمنځ وروستیو لېدونو ته په کتو افغانستان ورو ورو له اوسنۍ نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا وتلو په حال کې دی. 

دوی وايي، غوښتنه یې داده،چې اسلامي امارت باید د یوه داسې بې پلوه بهرني سیاست له لارې له نړۍ سره تعامل ته وړاندې شي،چې د هېڅ لوري پر زیان نه وي. 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د خبرو اترو لاره  اوس هم خلاصه ده، اوس هم اسلامي امارت  د دې فرصت لري،چې له نړۍ سره د تفاهم تعامل او انعطاف لاره غوره کړي. له بل اړخه که تاسو د امریکا ناسته ولاړه د اسلامي امارت له مشرانو سره ګورئ، دې پایلې ته رسیږئ،چې اوسنی نظام ورو ورو له انزوا وځي.»

اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي،چې د افغانستان بهرنی سیاست د افغانستان پر ګټو ولاړ دی او هېڅ لوري سره به په ټکر کې نه وي. 

د سیاسي چارو کارپوهان وايي،  لکه څنګه چې افغانستان له  نړۍ سره تعامل ته اړتیا لري نړۍ او سیمه هم د خپلو د ترانزیتي،اقتصادي او سیاسي ګټو لپاره اړتیا لري،چې له افغانستان سره رسمي تعامل ولري. 

دوي وايي،افغان حکومت باید له دغه فرصته ګټه پورته کړي او افغانان له اوسني بشري اقتصادي ناورین وژغوري. 

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج  وايي:«  لکه څنګه،چې افغانستان له نړۍ سره تعامل ته  اړتیا لري، همدارنګه نړۍ،سیمه او ګاونډي هېوادونه هم افغانستان ته  اړتیا لري،چې اړیکي ولري،نړۍ او سیمه افغانستان ته اسلامي امارت ته مراجع کوي اړیکې ورسره ساتي، نو دا خپله  د اسلامي امارت لپاره یو فرصت دی،چې باید ګټه ترې واخلي.» 

شاو خوا یو کال او درې میاشتې کیږي،چې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې پرې دي،تراوسه پورې اوسنی افغان حکومت پر رسمیت نه دی پیژندل شوی او له ګڼو نړیوالو سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره مخ دی. 

خو د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) ترڅنګ اروپايي ټولنې دفتر، د اسلامي همکاریو سازمان دفتر او ګڼ شمیر د سیمې هېوادونه او ګانډیان په کابل کې فعال سفارتونه لري او ډیپلوماتان یې په عادي ډول خپلې چارې پرمخ بیايي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist