Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: له افغانستان سره د نړۍ سیاسي اړیکو پریکون بیه افغانان پرې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/16

د سیاسي چارو کارپوهان وايي،له هېوادونو سره د افغانستان اوسنۍ شته سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې افغانان له بحران او هېواد له نړیوالې سیاسي انزوا نه‌ شي اېستلی.

 دوی په دې باور دي،چې  له کابل سره د هر ډول سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو پریکون بیه افغان ولس ورکوي او  په خبره یې د افغانستان اوسني وضیعت ته په کتو اسلامي امارت ته په کار ده،چې له نړۍ سره تعامل ته د رسېدو لار غوره کړي،چې ورسره به د افغانانو اقتصادي وضیعت هم ښه شي. 

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي:«هره هغه سیاسي او ډیپلوماتیکه اړیکه،چې له کابل سره خرابیږي،په حقیقت کې د افغانستان خلک یې قیمت ورکوي. که بهرنۍ مرستې پر افغانستان بندې شي،د افغانستان خلک به څه کوي،زه فکر کوم، په اوسنیو شرایطو کې طالبان باید داسې یوه تګلاره غوره کړي،چې هم له نړۍ سره او هم له خپلو افغانانو سره تعامل ته ورسیږو.» 

ځېني نور بیا وايي،د نجونو ښوونځیو تړل د ښځو پرکار او زده کړو محدودیتونه لګول،هغه لاملونه دي،چې د افغانستان اوسنی نظام یې له نړۍ نوره هم جلا کړی دی. 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند  وايي:« د اروپايي ټولنې او لودیځې نړۍ مختلفو هېوادونو اړیکې د ښوونځیو په بندولو،د میرمنو حقونو، د درس او کار په برخو کې پرې محدودیتونو لګولو اوحجاب هغه مسایل دي،چې طالبان یې له نړۍ جلا کړي دي.» 

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمن شهاب بیا وايي، پر کوردننه ځینې وروستۍ پریکړې د دې لامل شوي،چې نړۍ له افغانستانه نور هم مخ واړوي. 

شهاب وايي، غوښتنه یې داده،چې باید په کابل کې داسې چارې ترسره شي،ترڅو عامو خلکو او نړیوالو له مشروع غوښتنو سره په ټکر کې نه وي او مهمو مواردو کې چې د افغانستان په ګټه ده، له نړۍ سره پر ګډه پرمخ لاړ شو. 

هغه زیاته کړه:«  په افغانستان کې دننه یوشمیر پریکړې،چې د نړۍ او خلکو له غوښتنو سره سمې نه وې، د نړۍ پام یې له افغانستان واړاوه. پکار داده،چې د خلکو غوښتنو او  د اوسنۍ نړۍ دعصر اوغوښتنو سره سمې پریکړې وشي،ترڅو یو ځل بیا نړۍ افغانستان ته مخه کړي او مهمو مواردو کې چې موږ ورته اړتیا لرو،پر ګډه مخ ته لاړ شو.» 

سره له دې چې په کابل کې شااوخوا ۱۴ هېوادونه،اروپايي ټولنه، دملګرو ملتونو سازمان او د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان فعال سفارتونه او سیاسي استازولۍ لري،خو بیا هم هېڅ هېواد د افغانستان نوي نظام رسمیت پیژندنې ته زړه نه دی ښه کړی او افغانستان له سیاسي او  اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist