Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: غیر دولتي موسسې کې د ښځو کار ځنډول  به د هېواد پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغیز وکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/27

د اقتصاد چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو کې تر نامالوم وخته د ښځو د کار بندیز په لوی لاس د افغانانو اقتصاد ته ضربه ده. 

دوی وايي،دغه پرېکړه،چې ښځې دې  تر امر ثاني په غیر دولتي موسسو کې کار نه کوي،په مستقیم ډول د هغو کورنیو پر ورځيني ژوند او اقتصاد منفي اغیز لري،چې له همدې لارې یې د کورنۍ لګښت ترلاسه کوو. 

دغه راز دوی په دې اند دي،چې  له دې کار سره به د افغانستان خراب اقتصادي وضیعت نور هم مخ په ځوړ لاړ شي. 

 د اقتصادي د چارو کارپوه  نورالله عزیز وايي:« د دې  اغیزې مستقیمآ په عامو افغانانو باندې دي،هغه چې له دې لارې خپلې کورنۍ د عاید ذریعه ده، د دوی ژوند به زیات متاثره شي،چې مجموع کې به د غربت کچه له دې هم زیاته شي اواقتصادي وضعیت به خراب کړي.» 

یو شمېر نور بیا وايي،د اسلامي امارت له دې پرېکړې  سره به  ملي اقتصاد نور هم خراب شي، د کلنیو فردي عوایدو کچه به نوره هم راټیټه شي،چې ورسره به په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه نوره هم لوړه شي. 

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالقادر جیلاني وايي:« ولس باندې ډېره ناوړه اغیزه لري،ملي اقتصاد به خراب کړي او د سړي سرعاید کچه به ورسره راټیټه شي،په دې حساسو شرایطو کې چې د بې وزلۍ او فقر کچه زیاته لوړه ده.» 

د اقتصادي چارو کارپوه نور الله عزیز بیا وایې، اوس وېره داده،که چیرې دغه انجو ګانې چې ښځو پکار کار درلود او اړمنو کورنیو ته یې د مرستو د رسولو ترڅنګ حرفوي زده کړې هم ورکولې، د اسلامي امارت له نوې پرېکړې سره په افغانستان کې د کار بندیز اعلان کړي، نو روان بشري ناروین لمن به نوره هم پراخه شي. 

هغه زیاته کړه:« که چیرې په اوسنیو شرایطو کې دغه انجوګانې که نړیوالې دي او که داخلي دي،خپل کارونه ودروي،دا به د بشري ناورین کچه لا زیاته پیاوړې کړي او په افغانستان کې به غربت نور هم زیات شي.» 

دوه ورځې وړاندې  د اقتصاد وزارت د  یوه مکتوب له لارې خبرداری ورکړ،چې ټولو هغو کورنیو او بهرنیو انجوګانو کې چې په افغانستان کې فعالې دي،د ښځو کار په کې تر امر ثانې پورې ځنډېدلی دی او  د سرغړونې په صورت کې به د کار جواز ترې واخېستل شي  او فعالیت به وځنډیږي. 

دغې مسلې هم لکه د نجونو پرمخ د پوهنتونو ددروازو د تړلو پریکړې په څيرې په کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي دي،خو د لوړو زده کړو سرپرست ملا ندا محمد ندیم ویلي،که اټوم هم پرې استعمال شي،دوی به له خپلو پریکړو پرشا نه شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist