Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د ځیني اختلافي نظریاتو له امله حکومت د علماوو شورا په راغوښتلو کې پاتې راغلی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/14

په پام کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو ولایتونو کابل ته، د یوې جرګې په توګه د علماوو شورا راوغواړي او د جرګې غړي به د هېواد لویو جنجالي مسایلو پرسر بحثونه وکړي.

د نجونو زده کړو او کار،کورنی او نړیوال مشروعیت هغه مهم، لوی او اختلافي مسایل دي، چې تراوسه پورې د اسلامي امارت ترمنځ نه دي حل شوي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي،اسلامي امارت هڅه کوي،خپل ځينې علماء چې اختلافي نظریات لري،د جرګې او شورا لپاره راضي کړي.

د سیاسي چارو کارپوه بلال فاطمي وايي:« د شورا د ځنډیډو علت تر اوسه پورې  اسلامي امارت کومه واضح توضیح نه ده ورکړی، خو داسې ښکاري،چې دوی په خپل منځ کې داسې علماء شته دی،چې هغه د ځېنو مسایلو په اړه اختلافي نظر لري. دوی غواړي،چې هغوی ته قناعت ورکړي او دې ته یې راضي کړي، کوم مسایل چې دي، په سیاسي او فکري لحاظ حل سره حل کړی

شي، ترڅو له دغه  بحرانه ووځي. ځکه دې کې ځینې داسې علماء شته دی،چې ذهن یې سیاسي نه دی.» 

څه د پاسه ۹ میاشتو په تېرېدو سره اسلامي امارت نه دی توانېدلی،چې نړیوال مشروعیت ترلاسه او د سرپرست حکومت موده ډاګیزه کړي.

کارپوهان وايي،نړیواله ټولنه هم د اسلامي امارت پر حکومت نیوکې لري،چې ګني ټولګډونه نه دی او باید نور لوري هم په کې شامل شي او خبره یې  دا هغه مهم مسایل دي چې د علماوو او لویې جرګې توافق ته اړتیا لري.

د اسلامي امارت ویاند شمشاد سره خبرو کې د علماوو شورا د جوړېدو په تړاو معلومات ورنه کړل .

د سیاسي چارو کارپوهان پر دې ټینګار کوي،چې باید شورا ته د ولس منلي کسان معرفي او د هېواد د ملي ګټو پراساس پرېکړې وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه حسن حقیار وايي:« سره له دې چې اسلامي امارت پر ټول هېواد حاکم دی او ټوله جغرافیه یې په واک کې ده،خو بیا هم د کورني مشروعیت لپاره د یوې سترې ناستې راغوښتل اړین دي. اسلامي امارت هم په پام کې لري، چې همداسې یوه ستره ناسته راوغواړي. دا چې دې ناستې ته به کوم نوم ورکړل شي، اجنډا به یې څه وي، پر کومه نیټه به وي، څه وخت راغوښتل شي، دا تر اوسه پورې نهايي شوې نه ده. خو څومره چې زه خبر یم، چې اسلامي امارت غواړي، همداسې یوه ستره ناسته راوغواړي.  د ناستې راغوښتل اړین دي. هېله مو دا ده،چې دا کار څومره ژر کېدی شي، ترسره شي.» 

اوس به ولیدل شي،چې اسلامي‌امارت په څومره موده کې د علماوو شورا او لویه جرګه رابللی شي، غوښتنه دا ده،چې حکومت دې د لویو اختلافي، جنجالي او مهمو مسایلو د حل لپاره وخت نه ضایع کوي او د کورني او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره دې د علماوو جرګه جوړه کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist