Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د پخوانیو سیاسیونو راتګ افغانستان ته هغه مهال به ګټور تمام شي چې دندې ورکړل شي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/13

د افغانستان اسلامي امارت له افغاني شخصیتونو سره د تماس کمېسیون پرهڅو یو شمیر پخواني چارواکي او سیاسیون بېرته هېواد ته راستانه شوي،خو تراوسه پورې یې کوم څرګند فعالیت نه لیدل کیږي. 

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، هغه مهال به هېواد ته بېرته راستانه شوي پخواني چارواکي او سیاسیون اغیزمن وي او فعالیت به یې عملي پایلې ولري،چې رسمي مسوولیتونه ورکړل شي،چې له دې سره به نور کسان هم بېرته کابل ته د راتګ لپاره زړه ښه کړي .

دوی په دې باور دي،چې بېرته راغلې دغه څیرې په ټولو برخو کې کافي تجربه لري او باید د حکومتولۍ او ثبات لپاره ترې ګټه واخېستل شي. 

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« دغه کسان که دوی ته امتیاز او یاهم دنده ورکړل شي په دولتي چارو کې دا نو بیا موثره تمامیږي او نور کسان هم تشویق کیږي،چې هېواد ته راستانه شي او که یوازې ژمنې ورسره وشي او عملي نه شي،بیا پایله نه ورکوي.» 

خو ځینې بیا له دې نظر سره مخالف دي او وايي،هېواد ته بېرته راروان اشخاص تجربه شوي دي او د ولس پروړاندې ناکام دي.

دوی وايي،داهغه څیرې دي،چې په تیرو ۴۰ کلونو کې یې پرافغانستان د دوه یرغلونو ملاتړ کړی او له دې وروسته هم د افغانستان پر ګټه نه دي. 

د سیاسي چارو کارپوه بلال فاطمي وايي:«کوم کسان چې افغانستان ته راروان دي،دا هغه خلک دي،چې دوی ناکامه تجربه  درلوده  او دوی په تیرو ۴۳ کلونو کې په روسانو او امریکایانو د افغانستان د خاورې په نیولو کې کافي لاس درلود. د داسې کسانو راتګ نه یوازې داچې ګټه نه کوي،بلکې ضرر هم کوي. غوره داده،چې په هغو کسانو کار وشي،چې هغه ژمن دي افغانستان ته.» 

اسلامي امارت هم بیا په دې تړاو څه نه وايي،چې بېرته هېواد ته راغلو او را روانو پخوانیو چارواکو او سیاسیونو ته به رسمي مسوولیتونه وسپاري او که نه؟ خو ټینګار لري،چې ګڼو بهر میشتو شخصیتونو سره د تماس ډله په اړیکه کې ده.

په پارلماني چارو کې د مخکیني دولت وزیر فاروق وردګ، دجمهوریت پرمهال د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري،د ترانسپورټ پخوانی وزیر حسن مبارک عزیزي او د برښنا شرکت پخوانی مشر امان غالب هغه څیرې دي،چې له افغاني شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په هلو ځلو تازه بېرته هېواد ته راستانه شوي  دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist