Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د نړیوالو له لوري کابل کې د سفارتونو پرانېستل د نړیوالو اصولو پر بنسټ بل مثل عمل نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/27

د سیاسي چارو  یو شمېر کارپوهان وايي،د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ لاهم یو شمېر منفي تعامالات شته دی، چې اسلامي امارت د پېژندنې په اړه نړیوال کوم هوډ نه لري.

 دوی وايي،په لویه کې نړیوال د دې تکل نه لري،چې د اسلامي امارت  حکومت په رسمیت وپېژندل شي. 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند  وايي:« دا چې لاهم طالبانو ته نړۍ اجازه نه ورکوي،چې هلته سفارتونه پرانیزي،هغه په لویه کې د طالبانو او نړۍ ترمنځ د ځینو منفي تعاملاتو  شتون دی.هغه په دې مانا،چې نړۍ د طالبانو رسمیت پېژندنې په اړه تکل نه لري.» 

له  اروپایي ټولنې سر بېره د نږدې شااوخوا ۱۵ هېوادونو کابل کې خپل سفارتونه پرانېستلي دي او یوه هم اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی.

دغو هېوادونو اسلامي امارت ته اجازه نه ده ورکړې،چې بهرنیو هېوادونو کې خپل سفارت پرانیزي.

اخوا بیا جاپان تازه لېوالتیا ښودلې ده،چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، تر اوسه پورې چې کومو نږدې او لرو هېوادونو کابل کې خپل سفارتونه پرانېستي،پر دې ټکي یې ټینګار کړی،چې دا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په مانا نه شي کېدای. 

 دوی وايي، یو اړخېزه اړیکې د شیکاګو او ویانا  اوصولو خلاف ده او دا بل مثل عمل نه شي کېدای.

 د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج  وايي:«داچې نورو ۱۵ هېوادونو خپل سفارتونه پرانېستي نو جاپان هم غواړي،دلته خپل سفارت پرانیزي.دا د ډیپلوماټیکو اړیکو پر بنیاد عمل بل مثل نه دی. طالبان باید د نړیوالو غوښتنې او شرایطو ته غاړه کېږدي دا به بیا دوه اړخیزه اړیکې وي.» 

ځینو هېوادونو د سفارتونو بېرته پرانستلو هدف دا بللی،چې وکولای شي،له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او پر هغو مرستو پام وساتي،چې نړیوال یې د افغانستان له خلکو سره کوي.

خو اوس ټینګار دا ده،چې اسلامي امارت باید د نړیوالو غوښتنې او شرایط ومني.

 د سیاسي چارو کارپوه  قریب الرحمن  وايي:« داچې یو شمېر هېوادونه په کابل کې یو اړخېزه سفارتونه پرانیزي،دا د یو بشپړ سفارت چارې په مخ نه وړي.بل بحث دا ده،چې طالبان نړۍ ته ثابته کړي،چې د دوی غوښتنې او شرایط مني. نړۍ د سفارتونو پر پرانېستلو سره د هغوی څارنه کولای شي.» 

اسلامي امارت ویلي، له نړیوالو سره یې اړیکې د هرې بلې ورځې ته ښې کېږي او ډېرو ته یې قناعت ورکړی،چې له افغانستان سره سیاسي اړیکې ژر عادي حالت ته راوګرځي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist