Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د نړیوالو له لوري د  اسلامي امارت رسمیت پیژندنه د هغوی دریځ پورې تړاو لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/16

د نوي نظام وروستیو کړنو خلک ناهیلې کړي،که وضیعت په همدې توګه روان وي،نوی نظام به نه نړۍ او نه هم سیمه پر رسمیت وپیژني او اقتصادي بندیزونه به له ولس قرباني اخلي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، له نړۍ د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره باید اسلامي امارت د زده کړو سراسري بهیر پیل کړي او د ولس همکاري ترلاسه کړي.

دوی په دې باور دي،چې د دغې ستونزې حل لپاره باید اسلامي امارت په خپله  اوسنۍ تګلاره له سره غور وکړي او بدلون په کې راولي.

د دوی په خبره، دهغو ژمنو په عملي کیدو سره به نړیوال رسمیت ترلاسه  او دحکومت پایې نورې هم ټینګې شي،چې د اسلامي امارت له لوري په لومړي سر کې  له نړۍ  او خلکو سره شوې وې.

د سیاسي چارو کارپوه سید بلال هاشمي وايي:« دوی باید خپلې تګلاره کې تغیر راوړي، لکه څنګه چې اول کې راغلل او مثبت قدمونه واخېستل شي او هغه ژمنې چې یې له نړۍ او خلکو سره کړي دي،پوره کړي او د خلکو په ژوند کې تغیر راشي،نو نړۍ به یې په رسمیت وپيژني او دا حکومت به پښې ټینګې کړي.»

ځینې نور بیا وايي، اوسنی نظام باید هڅه وکړي،چې په رسمیت د نه پيژندنې ستونزه حل کړي او له دې پرته به له نورو ستونزو سره هم مخ شي.

د سیاسي چارو کارپوه  مختار هاتف وايي:« اوسنی نظام دې ژر تر ژره کوشش وکړي،چې پر نړیوال کچه د رسمیت پيژندنې ستونزه یې حل شي. باور لرم،چې په دغه برخه کې یو یا دوه مثبت قدمونه واخېستل شي،نو اوسنی نظام به  پر نړیواله کچه پر رسمیت وپیژندل شي.» 

بل پلو د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت بیا وايي، له نړیوالې ټولنې د مشروعیت لاسته راړو لپاره مهمه ده،چې  د خلکو او نظام ترمنځ واټن له منځه ولاړ شي او د زده کړو سراسري بهیر په خپل عادي ډول بیرته پیل شي.

حکمت زیاته کړه:«له نړیوالې ټولنې د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره اړینه ده،چې له ولس سره ډیالوګ،د ښوونې او روزنې سرتاسري پروسې بېرته شروع کول،د مرستو شفاف ویشل او بالاخره د امنیت د ډاډمن کیدو لپاره د ولسونو همکاري ضرور ده.»

خو د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، په ګڼو هېوادونو کې یې ډیپلوماتان په رسمي  توګه منل شوي،چې له دې سره د افغانستان نوی نظام نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو ته نږدې شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی دیپلومات ذاکر جلالي  وايي:« دمګړۍ د افغانستان د اسلامي امارت ډیپلومان د سیمې په ګڼو هېوادونو کې لکه پاکستان،ایران،قطر،ترکمنستان، قرغزستان او یوشمیر نورو کې حضور لري. نو پر دې اساس موږ ورځې بلې ته  په ډیپلوماتیک ډګر کې د بشپړې رسمیت پیژندنې پر لور ګامونه اخلو او واټن لنډوو.»

له هغې وروسته،چې جمهوریت سقوط شو او اسلامي امارت واک ته ورسید، نړۍ او سیمې له افغانستان سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او د دغو اړیکو د بېرته ټینګښت لپاره یې د افغانستان نوي حکومت ته ځانګړي شرایط وړاندې  کړل.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist