Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي رقابتونه پر اړیکو بدلیدونکي دي چې پرافغانستان به مثبت اغیز ولري

کارپوهان: د فشارونو سیاست د افغانستان او نړیوالې ټولنې په زیان دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/07

واک ته د اسلامي امارت له رسېدلو نږدې درې کاله پوره کېږي خو نړیوالې ټولنې او ان ګاونډیو هېوادونو تراوسه حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دغه موده تر ډېره د نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومت ترمنځ د فشارونو په سیاست تېره شوه او نیوکه دا وه چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت نشته، د ښځو د کار او تعلیم لګېدلي بندیزونه پرځای پاتې دي او ځېنې هېوادونه تور پورې کوي چې افغانستان کې ترهګري ډېره شوې ده.

د اسلامي امارت مشرتابه د کوچني اختر مبارکۍ پيغام کې پر ګڼو مهمو مسایلو سربېره اسلامي نړۍ سره د اسلامي‌امارت د اړیکو او دریځ یادونه کړې.

د ا.ا مشرتابه د اختریز پيغام یوه برخه: « له اسلامي نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د ورورۍ پر اساس ولاړې دي، ټول مسلمانان زموږ وروڼه دي، همدې اصل ته په کتو موږ مشترک دين، عقائد او باورونه سره لرو، مشترکې ګټې سره لرو، چې باید له امله یې مشترک لید لوری سره ولرو، د یو بل په درد او غم کې سره شریک واوسو او د خپل توان په اندازه یو له بل سره مرسته او همکاري وکړو. داسې یو دريځ خپلول زموږ د ټولو مشترکې ستونزې را کمولی او حل کولی شي، اسلامي امارت د همداسې یوې فضا د ایجاد غوښتونکی دی. »

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د فشارونو سیاست ناکام دی او په کار ده چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې هغه مشروع غوښتنې ومني چې د نړیوال مشروعیت او تعامل پر وړاندې خنډ دي.

د دوی په باور هېوادونه او یا دولتونه په هغو قضیو کې چې څو اړخونه او خواوې ولري هېڅ لوری پر یوبل د خپلو باورونو د جبري منلو حق نه لري او متقابلې خواوې د یو بل شرطونه په داسې ډول ومني چې هېڅ لوری په کې زیانمن نه شي.

د سیاسي چارو شنونکي عزیز معارج وايي: « پر اسلامي امارت فشارونه که هغه نړیوال دي، که د سیمې دي که د ګاونډیانو دي او که د ملګرو ملتونو دي، دا کومه ګټوره لاره نه ده او کوم خاص اغېز هم نه کوي، ځکه که یې کولی په دا درېیو کلونو کې به یې کړی وی؛ نو بهتره دا ده چې د تعامل لاره غوره شي، ستونزې د خبرواترو له لارې هوارې شي، هغه غوښتنې او شرطونه چې اسلامي امارت یې لري دې ته رسېدنه وشي او اسلامي امارت دې هم د نړیوالو مشروع غوښتنو ته غاړه کېدي او بیا هم په دې ټینګار کوم چې د فشار زیان ټول  ملت رسېږي او په بل چا هېڅ اغېز نه لري.»

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « زما په نظر د دې کمبودۍ اصلي زیان د افغانستان او د افغانستان عامو خلکو ته رسېږي، ورځ په ورځ افغانستان منزوي کېږي، له نړیوال تمدن او پرمختګه وروسته پاتې کېږي؛ نو پکار ده چې ژر تر ژره دغه انزوا ختمه شي، افغانستان بېرته په جهاني ټولنه کې مدغم شي او نړۍ سره یوه مشترکه ژبه پیدا شي، زما په نظر په فشارونو او یا د انزوا په خپرولو سره د افغانستان ستونزې نه هوارېږي.»

څه باندې دوه نیم کلونه کېږي چې اسلامي امارت په افغانستان کې بیا ځلې واک ته رسېدلی؛ خو په دې موده کې یو هېواد هم سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

 مسوولین بیا وايي، له سیمې سربېره د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره مثبت تعامل لري او دغه اړیکې د نا اعلان شوي رسمیت په مانا دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist