Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د فشارونو او بندیزونو سیاست پایله نه ورکوي او نړۍ باید نرمښت وښي

کارپوهان: د فشارونو او بندیزونو سیاست پایله نه ورکوي او نړۍ باید نرمښت وښي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/10

له تیرو دوه کلونو راهیسې کابل له سختو نړیوالو سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره مخ دی او د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو نومونه لاهم په تورو لیستونو کې دي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، تیرو دوه کلونو وښوده چې فشارونه او بندیزونه پایله نه ورکوي او  نړۍ باید د تعامل او نرمښت لار غوره کړي.

دوی وايي، پرافغانستان لګیدولو بندیزونو او فشارونو یوازې د عامو افغانانو پر ژوند ناسم اغیز کړی او سخت اقتصادي بحران سره یې مخ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان پر اوسني سرپرست حکومت د سیاسي بندیزونو، اقتصادي او سیاسي فشارونو وضع کول د دوی پر ژوند اغېز نه کوي؛ خو له بده مرغه دا د عامو خلکو پر ژوند ناوړه اغېزه کوي او ورځ تر بلې بې کاري، بې وزلي، فقر او جبري کډوالۍ زیاتېږي، همداشان د بېلا بېلو ناورغیو او د خلکو د پاشلو لامل هم ګرځي.»

د دغو ستونزو حل لپاره په کور دننه له سیاسي احزابو او مدني ټولنو سره تعامل هم مهم یادیږي چې د  دسیاسي چارو کارپوهان په باور دا کار کولی شي چې شته بې باوري له منځه یوسي.

دوی وايي، که د افغانستان او نړۍ ترمنځ رسمي اړیکې ټینګې شي له دې لارې افغان حکومت کولی شي چې ټولې هغه ستونزې او اندیښنې له منځه یوسي چې د هېواد د راتلونکې لپاره یې لري.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د افغانستان  اسلامي امارت په رسمیت د نه پېژندلو خبره، په کوردننه د اختلافاتو مسایل چې پخواني احزاب، سیاسیون او مشران لا هم د دولت په اډانه کې ځان نه ویني او دا لویه بي باوري رامنځته کوي. د دې ټولو بې باوریو د له منځه وړلو لپاره تر ټولو مهمه خبره تعامل دی، موږ اول باید خپله افغانان خپلو منځو کې سیاسي تعامل، راکړې ورکړې او خبرو اترو ته لار هواره کړو او د نړۍ او ا.ا ترمنځ د تعامل لپاره هم باید مثبت ګامونه پورته شي، ځکه د تعامل له لارې بې باوري له منځه ځي ، د باور فضاء رامنځته کېږي، د یو بل پېژندل رامنځته کېږي او له دې لارې موږ کولی شو ډېرې غوټې پرانیزو، ډېر هغه مسایل حل کړو، چې هغه د جګړې لامل ګرځي.»

د بل هر وخت پرتله اوس د افغانانو پر یووالي زیات ټینګار کیږي که هغه له هېواده بهر دي او که په کور دننه.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی غوښتنه کوي چې اسلامي امارت باید د ټولو افغانانو ترمنځ ملي یووالی ټینګ کړي او دا باور وکړي چې حکومت د دوی او دوی د حکومت دي .

 د ځاځي په خبره، له دې سره به افغانستان یوځل بیا پرخپلو پښو ودریږي او هرډول بهرنۍ دسیسې به خنثی شي .

هغه زیاتوي: « دا د اسلامي امارت ملي او تاریخي مسوولیت دی، چې دوی د ولس مشروعیت ترلاسه کړي، په خپلو پښو ودرېږي، په خپلو مټو اتقا وکړي او په هېواد کې ملي یووالی تامین کړي.»

کتوونکي په دې باور دي چې د سرپرست حکومت د کار دوام  د نړیوال او کورني مشروعیت نه موجودیت سیمه او نړۍ بې باوره کړې او  ددې باور د بېرته ترلاسه کولو لپاره باید کابل په خپلو ځینو سیاستونو کې بدلون راولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist