د پخواني ولسمشر مرستیال سروردانش، عبدالطیف پدرام، د پخواني جمعیت ګوند غړي محيالدین مهدي او د ګوتو په شمېر ځېنو نورو څېرو چې په افغانستان کې نشته، په بهر کې یې د فدرال غوښتونکو په نوم ټولنه رامنځته کړې.
دوی په افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتنه مطرح کړې او دغه ډول نظام یې د ستونزو حل بللی دی.
خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا د دوی دغه حرکت پر شخصي ګټو ولاړ ګڼي او زیاتوي چې له بهرنیانو یې پروژه اخېستې.
دوی وايي، هغه کسان چې اوس له قدرته شړل شوي او ټولې لارې پرې بندې دي؛ نو غواړي چې د فدرال په نوم یوه څنډه کې واک ته ورسېږي.
د دوی په خبره، په افغانستان کې فدرالي نظامونه پایلې نه ورکوي او نه هم د افغانستان ولسونو ته د منلو دي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « هغه کسان چې دا ډڼډورې غږوي؛ غواړي چې د بهرنیو پروژو له مخې د افغانستان خلکو ترمنځ بېلوالی او سونزی رامنځته کړي.»
د سیاسي چارو کارپوه مرتضی مطهري وايي: « افغانستان ته فدرالي نظام هېڅ کومه مثبته پایله نه لري. د فدرالي نظام په رامنځته کولو سره نه یوازې دا چې د افغانستان ستونزه نه هوارېږی، بلکې قومي او مذهبي تعصبونه او جلاوالی زیاتېږي، چې دا د افغانستان راتلونکې ته ډېر ګواښ پېښوي. له بلې خوا هغه کسان چې وايي، فدرالي نظام د افغانستان د خلکو ستونزې هوارولی شي؛ نو ولې یې همدا فکر یا انګېزه د خپل قدرت په دوران کې عملي نه کړه؟ نن د دې لپاره چې بیا راشي او په افغانستان کې واک ترلاسه کړي نو هڅې کوي بېلابېلې لارې وړاندیز کړي چې دا د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دي.»
کارپوهان د پاکستان فدرالي نظام او د چین متمرکز نظامونه د بېلګې په توګه وړاندې کوي او په وینا یې اسلام اباد چې فدرالي نظام لري له سیاسي، اقتصادي او نظامي پلوه په یوه کړکېچن حالت کې قرار لري؛ خو چین او ګڼ شمېر نور هېوادونه چې ځواکمن مرکزي حکومتونه لري له هر پلوه یې پرمختګ کړی او له هېڅ ډول داخلي ستونزو سره مخامخ نه دي.
د دوی په خبره، غېرمتمرکز نظام به افغانستان د ستونزو کندې ته وغورځوي او یوازې د هغو څو تنو، چې د واک لېوني دي ګټې خوندي کوي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « موږ ګورو چې زموږ په ګاونډ کې ډېر فدرالي حکومتونه دي، لکه پاکستان؛ خو دا هم ګډوډ دی او جنګونه دي په کې، بده حکومتولي په کې حاکمه ده او غربت او فقر دی هلته. همداشان ګورو چې ډېر متمرکز هېوادونه دي، لکه چین خو ابادي او پرمختګونه لري، د منځنۍ اسیا ګڼ هېوادونه متمرکز هېوادونه دي، د دولتونو بڼه یې متمرکزه ده او ابادي، سوکالي او ارامي په کې ده.»
په ټوله کې باور دا دی، هغه حرکتونه او ټولنې چې په بهر کې جوړېږي د افغانستان ولسونو ته د منلو نه دي او نه هم د افغانانو باور ترلاسه کولی شي.
دوی وايي، په بهرنیو هېوادونو کې تازه جوړ شوی حرکت د فدرال غوښتونکو په نوم له استخباراتي اقدام پرته بل څه نه دي.
د سیاسي چارو شنونکی محمد صادق شینواری وايي: « فدرالي نظام نه یوازې د افغانستان راتلونکې لپاره ګټور نه دی، بلکې له افغانستانه بهر د داسې ټولنو او حرکتونو جوړول د ولس باور او اعتماد نه شي خپلولی.»
سره له دې چې د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال سرور دانش په تېر جمهوریت کې غوښنه برخه درلوده؛ خو اوس تور پورې کوي، چې د افغانستان مخکېنیو حاکمانو د خپلو سیاسي او قومي ګټو ساتلو لپاره مرکزي نظامونه رامنځته کړي وو او د واک انحصار لپاره یې نظام د نوعیت له بدلون سره مخالفت درلود.