Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د شانګهای همکاریو سازمان ناستې ګډونوال نه غواړي افغانستان  پرمختللی شي

کارپوهان: د شانګهای همکاریو سازمان ناستې ګډونوال نه غواړي افغانستان  پرمختللی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/18

په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت رامنځ ته کول  د شانګهای ناستې تازه غوښته ده،چې غړي هېوادونه یې د سیمې ثبات د افغانستان ثبات پورې تړلی ګڼي. 

د خود سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي،چې د شانګهای همکاریو سازمان  ناستې ګډونوال نه غواړي،افغانستان دې له جګړو پاک او پرمختللی هېواد وي او په خبره یې دوی هڅه کوي.چې پخوانۍ هغه څیرې چې په افغانستان کې د جګړې لامل وې، یو ځل بیا د ټول شموله حکومت په نامه واک ته ورسوي او په افغانستان کې جګړه دوام وکړي. 

 د سیاسي چارو کارپوه زلمی نصرت وايي:« د شانګهای غړو هېوادونو موخه له ټول شموله حکومته دهغو کړیو بېرته راتګ دی او قدرت ته رسول دي،چې افغانستان کې جګړه توده ساتلې وه او افغانستان یې له تجزیې سره مخ کړی و او بې ثباتي یې رامنځ ته کړې وه. د شانګهای غړي هېوادونه هڅه کوي،چې په افغانستان کې جګړه بیا بله کړي او توده یې وساتي. دوی په افغانستان کې د پرمختګ ملاتړي نه دي.» 

ځینې بیا په دې باور دي،چې د شانګهای غړیو هېوادونو دغه اندیښنه،چې د سیمې ثبات افغانستان پورې تړلی دی پر ځای ده،خو د افغانستان نوی حکومت په دې نه دی توانیدلی،چې د یوه  بې طرفه  سیاست پر بنسټ باندې په سیمه کې د افغانستان ملي ګټې تعریف کړي.

دغه راز دوی وايي، افغانستان ته په کار ده،چې په دغه برخه کې کوټلي ګامونه واخلي. 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:«د افغانستان اسلامي امارت په ټول د یوه کال ونتوانیده،چې په داسې یو متوازن او بې طرف سیاست غوره کړي،چې دهغه په نتیجه کې دافغانستان ملي منافع دنړۍ دقطبونو په منځ کې تعریف کړي.»

خو د اسلامي امارت  د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي بیا وايي، جمهوریت چې ټولې نړۍ او سیمې منلی و،د هغه حکومت ټول مامورین  اوس هم پر خپلو دندو دي او په کابینه کې د هر قوم او سیمې استازی او وزیر لري. 

متقي وايي،د افغانستان اوسنی حکومت،چې له ټولو اقوام تشکیل دی افغان شموله دی او باید نړۍ او سیمه یې هم د یوه ټول ګډونه حکومت په توګه ومني. 

هغه زیاته کړه:« د اشرف غني د حکومت،خو یوازې امرالله صالح او اشرف غني له هېواده وتښتیدل،نور خو ټول حکومت موږ ته راپاتې شو. ۵۰۰  زره مامورین یې له  موږ سره کار کوي او معاش ورکوو. که هغه حکومت افغان شموله وه، نو زما ولې نه دی؟ که پرون د پنجشیر وزیر وه،  نن یې هم لرم، پرون بدخشانی وزیر وه، نن هم په کابینه کې بدخشانی وزیر شته دی. د فاریاب  شته، د کندهار شته، د ننګرهار شته،د پکتیا د کابل شته او  د لوګر وزیر شته. نو ولې زما حکومت افغان شموله نه دی او هغه افغان شموله وه.» 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وايي، په هغو برخو کې چې د شانګهای غړیو هېوادونو یې د افغانستان حکومت غوښتنه کړې،تر ډېره ځایه پرمختګونه شوي دي،خو د شانګهای په راتلونکو ناستو کې دې د اسلامي امارت استازو ته هم بلنه ورکړي،چې ځینې ستونزې د یوه ګډ میکانیز له لارې پر ګډه حل کړي. 

ځلاند زیاته کړه:«په دغه برخه کې چې د شانګهاي ناستې ګډونوالو یې غوښتنه کړې، پرمختګونه شوي دي، که چیرې د شانګهای په راتلونکې ناسته کې طالب استازو ته بلنه ورکړل شي او په دې برخه کې یو ګډ میکانیزم رامنځ ته شي،غوره  به دا وي،چې افغانستان او سیمه وشي کولای،چې پر ګډه دغو مسایلو ته د حل لارې پیدا کړي.» 

 د شانګهای همکاریو سازمان ناسته،چې د ازبکستان په کوربتوب د تیرې پنجشبنې په ورځ پیل شوې دوه ورځ یې دوام وکړ او جمعې په ورځ پایته ورسیده،په دغه ناسته کې چین ، روسیې، هند، پاکستان او د  ایران په شمول د سیمې ګڼ شمیر نورو هېوادونو هم ونډه درلوده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist