Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

کارپوهان: د سیمې وضعیت ته په کتو، اړتیا ده افغانستان او پاکستان ستونزې په خبرو حل کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/02

پر ايران د اسرایيلو او امريکا له بريد سره ښکاري چې سيمه کې وضعيت د نازکتیا او بدلېدو خواته روان دی.

يو شمېر شنونکي پر پاکستان له نيوکې سره څنګ کې وايي، پاکستان روانه جکړه د لوېديځ خوشالولو لپاره د پروژې په توګه په پرمخ وړي. دوی له هېوادونو غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي، ترڅو له دې زيات جګړه د پروژه ‌يي وسيلې په توګه ونه کاروي.

د پوځي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي: « د تروریزم تقویه، له تروریزم څخه دفاع او د ترهګرو تمویل د پاکستان کار و او لاهم دی. دوی د افغانان نه وژني او نه یې دې ګواښي، د حل لاره همدا ده. افغانان او د افغانستان حکومت په نړیواله کچه او د سیمې په سطحه تل خبرو ته چمتو دي.»

د پوځي چارو شنونکی کامران امان وايي: « زه امیدوار یم چې دا ستونزه ډېره ژره د خبرو او ډېپلوماټیکو لارو چارو له لارې حل شي. که نه حلېږي، بیا نو په تنګ راغلې په جنګ راغلې، د پاکستان مقابل کې باید جهاد اعلان شي.»

ځینې نور شنونکي بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د هېچا په ګټه نه بولي او زیاتوي چې دواړه لوري باید ستونزه د خبرو له لارې حل کړي؛ ځکه په خبره یې روانه جګړه د دواړو هېوادونو ولسونه زیانموي.

د سیاسي چارو شنونکی صادق حمیدزوی وايي: « افغانستان او پاکستان باید له تعامل او تفاهم کار واخلي. د جګړې دوام د دواړو په زیان دی، که څه هم د دې جګړې ډېر زیان پاکستان او لږ افغانستان ته دی. مګر بیا هم موږ د یوه مسلمان په توګه نه یو راضي چې یا افغانستان او یا هم پاکستان ته زیان ورسېږي. بله خبره دا ده چې د پاکستان پوځ دا جګړه د پاکستان د ګټو نه بلکې د لوېدیځ د ګټو لپاره پيل کړې ده. د افغانستان او پاکستان ولسونه باید په ګډه د دې جګړې مخه ونیسي.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته باید د سیمې هېوادونه را ودانګي. باید له پاکستان څخه تضمین وغوښتل شي چې بیا هېڅکله پر افغانستان برید ونه کړي. که داسې نه شي، زه فکر کوم دا جګړه به لا اوږده او سخته شي.»

د يو شمېر اسلامي هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر سره په اړیکو کې له پاکستان سره د سیاسي کړکېچ سوله‌يیز حل غوښتنه کړې وه.

بهرنيو چارو وزير هم د دې اصل ژمنتيا په ډاګه کړې وه، خو دا يې هم ويلي و چې د خاورې دفاع يې مشروع او مطلق حق دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist