Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د سیمې استخبارات او کورنۍ کړۍ وروستیو بریدونو کې لاس لري او د یوې بلې جګړې پیل لپاره یي هڅې پیل کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/24

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،د سیمې هېوادونه او نړیوال استخبارات افغانستان کې د یوې بلې جګړې د پیل لپاره کار کوي او افغانان د یو بل پر وړاندې جګړې ته چمتو کوي.

دوی د وروستیو خونړیو بریدونو په تړاو وايي، امریکا او په کوردننه ځينې کړۍ په‌ دغو پښو کې لاس لري او  د امریکامتحده ایالتو بي پلان په افغانستان کې د پلې کیدو په حال کې ده .

دوی وايي، د امریکا متحده ایالت غواړي،دا وار افغانستان د مذهب او قوم په نوم په یوې بلې کورنۍ جګړې کې ښکیل کړي او له دې لارې په منځنۍ اسیا کې خپلې ستراتیژېکې موخې تعقیب کړي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال صادق شینواری وايي:« د افغانستان په  وروستیو پیښو او بریدونو کې هم د سیمې هېوادونه او  استخبارات او هم داخلي کړۍ لاس لري او هم امریکا غواړي،چې په افغانستان کې خپل بي پلان تطبیق کړي. هغه دا چې افغانستان یو ځل بیا په کورنۍ جګړه کې ښکیل کړي،ترڅو په منځنۍ اسیا کې خپلو موخو ته ځان ورسوي.»

ځنې نور بیا اندېښمن دي،چې د جمهوریت له سقوط وروسته ګاونډیانو په افغانستان کې له یوبل سره سیالي پیل کړې اود همدې لپاره ځینې ډلې او ټپلې مسلح کوي او پلان لري،چې په‌ خپلو کې یې سره وجنګوي او د وضعیت په نا امنه کولو کې خپل اهداف ترلاسه کړي.

د پوځي چارو کارپوه  جنرال سرور نیازی  وايي:«په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ یو ډول سیالي روانه ده. سیاسي او اقتصادي رقابت روان دی. همدوی دي ،ې دغه ډلې د یوبل پر ضد مسلح کوي تږ جنګوي یې،ترڅو وضعیت ناامنه شي او دوی خپلې موخې ته ورسیږي او غواړي چې په افغانستان کې مذهبي او قومي جګړې پیل شي.»

په کابل ، کندز ، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې له بریدونو وروسته،چې له سلو زیاتو ملکي کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته، ډېری افغانان یې اندېښمن کړي،چې ګواکې د اسلامي دولت نومې ډله یا داعش یو ځل بیا سر راپورته کړی او غواړي،چې دا ځل د افغان ولس ترمنځ مذهبي جګړه پيل کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist