Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د دوحې ناسته کې ګډون کوونکي افغانان د افغانستان استازولي نه شي کولی

کارپوهان: د دوحې ناسته کې ګډون کوونکي افغانان د افغانستان استازولي نه شي کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/20

د افغانستان په تړاو په دوحه کې د ملګرو ملتونو ناستې ته یو شمېر نور افغانان چې په بهر کې مېشت دي هم وربلل شوي ول چې ښځې هم په کې شاملې وې.

د راپورونو له مخې، محبوبه سراج، میترا مهراني، شاه ګل رضايي، فیض محمد ځلاند او لطف الله نجفي زاده هغه کسان دي، چې د دوحې په ناسته کې یې د افغانانو په توګه ګډون کړی.

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، هغه افغانان چې د دوحې په ناسته کې یې ګډون کړی د افغان ولس استازولي نه شي کولی او نه هم د دې واک لري، چې د افغانستان د قضایاوو په تړاو له نړۍ سره خبرې وکړي.

دوی وايي، د قضیې اصلي اړخ د افغانستان اوسنی نظام دی چې باید ملګري ملتونه او نړیوال ورسره مخامخ خبرو ته کېني او داسې سترو غونډو کې یې د ګډون لپاره د افغانستان د یوازیني مسوول ادرس په توګه د ونډې بلنه ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « لومړی خو په بهر کې د افغانستان په محور د ټولو مېزونو وېشل د افغانستان د ملي ګټو خلاف چاره ده. دویمه دا چې د افغانستان د بینانسوان د وضعیت په حد کې هم نه دی چې داسې مذاکرات وشي چې د افغانستان قضیې ووېشي او درېیم خبره دا ده چې هغه څوک چې د افغانانو په حېث دوحې ته غوښتل شوې دي هغوی د افغانستان په هېڅ قضیه کې دخیل نه وو او کوم ټاکونکی رول هم نه لري. څلورمه خبره دا ده چې دغه خلک د افغانستان له قضیې سره هېڅ تړاو نه لري؛ نو له نړیوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې هره هغه پرېکړه چې دوی غواړي د افغانستان مساله ورسره هواره کړي باید له اوسني حاکم نظام سره پرې خبرې وشي او لومړی مسوول لوری چې د افغانستان مساله حل و فصل کولی شي واکمن سرپرست حکومت دی.»

ځینې نور بیا وايي، ستونزه د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ ده چې د افغانستان شتمني یې کنګل کړې، پر افغان چارواکو یې بندیزونه وضع کړي او د افغانستان د رسمیت پېژندنې په برخه کې یې د ټولې نړۍ مخه نیولې ده.

دوی وايي، د دوحې ناسته باید د واشنګټن او کابل ترمنځ ترسره شوې وای چې دواړو لوریو مخامخ د شته ستونزو د حل پرلارو چارو خبرې کړې وای.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس ځاځی وايي: « هر وخت چې روغه جوړه کېږي، د مېز تر شا کېنول کېږي نو ملامت او سلامت کېنول کېږي، چې د دوی ترمنځ روغه جوړه سره وشي؛ خو څوک چې هلته ناست دي نه اسلامي امارت سره اپوزېسیون منلي دي، نه موږ منلي دي، نه نړیوالو منلي دي او نه د اپوزېسیون په بڼه دوی هلته رسمیت لري. په دوحه کې باید اسلامي امارت له امریکا سره ناست وای خپلو منځو کې یې خبرې اترې کړې وای، په دې سره خبرې شوې وای چې زما مشروعیت ولې سلب شوی، زما بانکونه ولې بند شوې، زما پیسې ولې ګنګل شوې، زما په چارواکو ولې سفري بندېزونه وضع دي، یعنې ستونزه له امریکا سره ده او دوی سره خبرې شوې وای.»

ډېری په دې باور دي چې افغانستان اوس یو خپلواک هېواد دی او د دوحې ناستې پرځای باید د نړیوالو هغه اندېښنې چې د افغانستان او افغانستان د حکومت په تړاو یې لري، له اوسني نظام سره مطرح کړې وای.

دوی وايي، دغه ډول ناستې چې د افغانستان د نظام استازي په کې د قضیې اصلي لوري په توګه مطرح نه وي پایله نه ورکوي.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي: « افغانستان یو خپلواک هېواد دی. دا مه هېروئ چې افغانستان د متحده ایالاتو مستعمره نه ده او نه د ملګرو ملتونو مستعمره ده، دلته نظام شته او دا نظام په خلکو حاکمیت لري. د دوحې ناسته د افغانستان ملي ګټو لپاره ګټوره او اغېزناکه نه ده؛ هېله دا ده چې نړۍ دې د افغانستان له خلکو سره د یوه خپلواک ملت په توګه خبرې وکړي.»

غوښتنه دا ده که نړیوال په راتلونکې کې د افغانستان په تړاو داسې سترې ناستې جوړوي، چې د سیمې او نړۍ د اکثریتو هېوادونو استازي په کې ګډون کوي او هېله لري چې پایله هم ورکړي؛ نو باید افغان لوري ته په کې د مسوول ادرس په توګه د ګډون بلنه ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist