Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د امریکا نوی حکومت ښايي د افغانستان په تړاو پر خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي

کارپوهان: د امریکا نوی حکومت ښايي د افغانستان په تړاو پر خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/04

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې څو ساعتونه پاتې دي او د دغو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته به امریکایان د جو بایډن ځای ناستی وټاکي.

په دغو ټاکنو کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرامپ او د دیموکرات ګوند نومانده کاملا هریس د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره سیالۍ کوي.

دا چې امریکا نړیوال اقتصادي او نظامي زبرځواک هېواد دی، نو ټاکنې یې هم د هېوادونو لپاره مهمې دي.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې د امریکا په بهرنۍ ستراتیژي او تګلاره کې ځای لري او ښايي نوی حکومت یې د افغانستان په تړاو هم نوې پرېکړې وکړي.

دوی وايي، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته به د دغه هېواد راتلونکی حکومت د اوکراین او منځني ختیځ ترڅنګ د افغانستان په تړاو هم په خپلو تګلارو له سره غور او کتنه وکړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د امریکا ټاکنې خپل وروستي پړاو ته داخلیږي او د سه شنبې په ورځ یې د رایې اچونې وروستۍ نېټه ده. د ټاکنو په پایله کې نوې اداره کولی شي د راتلونکو د کلونو لپاره د امریکا کورنۍ او بهرنۍ پالیسي له سره وارزوي، ترسیم او انځور یې کړي. له همدې امله تمه کېږي چې د افغانستان په مساله کې د امریکا نوې اداره هغه که هر لوری یې ګټي، هریس وي که ټرمپ، دوی به دې ته لېوالتیا ولري چې د افغانستان په تړاو پر خپله تګلاره له سره کتنه وکړي.»

خو ځینې نور بیا په دې اند دي چې د امریکا لپاره افغانستان مهم دی او لکه څه ډول چې اوس د افغانستان په قضیو کې لاس او دلچسپي لري، له ټاکنو وروسته به هم همدا ستراتیژي تعقیب کړي او ښايي خاص بدلون په کې را نه شي.

د دوی په اند، د امریکا بهرنۍ ستراتیژي د یوه سیسټم له مخې وړاندې ځي او د ټاکنو له لارې د افرادو په بدلون سره په کې بدلون نه راځي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « د امریکا بهرنی سیاست یا بهرنۍ پالیسي د نوي جمهور رییس په راتګ سره، یا د حکومت په بدلون یا هم ټاکنو سره نه بدلېږي بلکې دا پالیسي له مخکې د نړۍ پر کچه، د سیمې پر کچه او د مهال پر کچه تیاره جوړه شوې وي او هر رییس جمهور چې راځي، هماغه عملي کوي. خو اوس خبره دا ده چې د پلي کولو نوعیت او ماهیت به په کوم ډول باندې کېږي، هغه بیا توپیر کوي، په نوې کابینه او ولسمشر پورې اړه لري. بله خبره دا ده چې د امریکا زیاتره پروګرامونه دې ته منتظر دي چې دوی په ټاکنو او کمپاینونو اخته دي او له همدې امله یې افغانستان او نورې نړۍ ته پاملرنه کمه وي.»

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « بې له شکه چې د امریکا متحده ایالتونه د نړۍ پر کچه لوی قدرت دی او دا چې هلته انتخابات کېږي او کوم یو کاندید بری ترلاسه کوي، زه فکر کوم خاص تغییر به په کې را نه شي؛ ځکه چې د امریکا متحده ایالات چې کومه دلچسپي په ځانګړې توګه سیمه کې له افغانستان سره لري، هغې ته به ادامه ورکړي. زه فکر کوم هلته یو سیسټم دی چې د افرادو په تغییر او تبدیل سره په کې خاص تغییر نه راځي بلکې کار د سیسټم له خوا پرمخ وړل کېږي.»

سرپرست حکومت بیا تل ټینګار کړی چې پر افغانستان د یرغل کوونکې امریکا په ګډون، له ټولې نړۍ سره ښې او په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې له افغان خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

موده وړاندې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرامپ په خپلې یوې ټاکنیزې غونډې کې د هغو ټولو لوړ پوړو نظامي امریکايي چارواکو له دندو لرې کولو خبرداری ورکړ چې د ټرمپ په خبره، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه کې یې لاس درلود.

ډونالډ ټرمپ هر وخت له افغانستانه د امریکا وتلو په مساله کې د جو بایډن پر ادارې تندې نیوکې کړې او دغه پریکړه یې د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه بللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist