Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د افغان علماوو وژنه کې د هغو استخباراتو لاس دی چې غواړي افغانستان پر مذهبي جګړې ورګډ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/14

په دې وروستیو کې پر عبادت ځایونو بریدونه، چاودنې زیاتې شوي او دیني عالمان په‌کې په نښه کیږي، چې وروستی برید د حقانیه مدرسې پر مشر مولوي رحیم الله حقاني وه،چې درې ورځې وړاندې د کابل په شش درک سیمه کې په یوه برید کې ووژل شو. د دیني علماوو د ترور لړۍ دوام اندیښنې پیدا کړي او پایلې یې د هېواد لپاره خطرناکه بلل کیږي.

د سیاسي چارو  کارپوهان وايي، بهرنیو استخباراتي کړیو هڅې پیل کړي،چې په افغانستان کې مذهبې جګړو لپاره لاره هواره کړي او دغه دیني علماء هم په همدې موخه وژل کیږي.

دوی وايي، غوښتنه یې داده،چې اسلامي امارت باید د علماوو د فزیکي امنیت لپاره لاس پرکار شي او هېواد له دا ډول دسیسو وژغوري. 

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د علماو په وژلو کې د هغو استخباراتو لاس دی،چې غواړي د افغانستان امنیت خراب کړي او مذهبي نفاق رامنځ ته کړي،هغه څه چې افغانستان بل ناورین ته بیايي. غوره داده،چې اسلامي امارت په داسې میکانیزم کار وکړي، چې ټول مذاهب د امنیت تر چتر لاندې وي او د داسې نقاق مخه ونیسي.» 

دیني عالم عبدالمنان روحاني بیا وايي،د سیمې استخبارات نه غواړي،چې افغانستان دې د سیمې پر کچه دیني عالمان ولري او د دغو ترورونو  موخه هم نورو هېوادونو ته د افغانستان احتیاجول دي.

روحاني زیاتوي:« په دې کې د بهرنیو استخباراتو لاس دی،چې نه غواړي داسې علماو، انجنیر او ډاکټر،چې افغانستان ورته اړتیا لري ژوندی دې پاتې شي، تل یې په نښه کړي دي  او له دې وژنو هدف دادی،چې افغانستان په هره برخه کې بل ته محتاج وي.» 

بل پلو د حزب اسلامي مشر  ګلبدین حکمتیار بیا دغه ډول بریدونه د پردیو استخباراتو کار ګڼي اومخنیوي لپاره دجدیت غوښتنه کوي.حکمتیار  زیاتوي:« مولوي رحیم الله حقاني په یو تروریستي برید کې شهید شوی دی او الله دې افغان ولس د حجرتي قاتلانو له جبر خلاص کړي او د دغو خطرناکو او لومړۍ درجه دښمنانو پرضد خپله ژبه لاس اوتوره وکارو،چې په اسلام یې دا بد حالت توره شپه راوستې ده.» 

اسلامي امارت په بیا ټول ولس ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي .

د اسلامي امارت کورنیو  چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي،د دیني علماوو د امنیت خوندي ساتلو لپاره ځانګړې طرحه لري،چې پرمټ به یې ټول هغه کسان ونیول شي،چې په دغو وژنو کې لاس لري. 

ټکور زیاته کړه:« کورنیو چارو وزارت مکلف دی،چې د هېواد د ټولو اوسیدونکو او قومونو ساتنه وکړي او په ځانګړې توګه د علماوو د ساتنې لپاره خاصې طرحې تر لاس لاندې لرو،چې له مخې به یې دغه دښمنان ونیول شي او د قانون منګلو ته به وسپارل شي.» 

په افغانستان کې د دیني علماوود وژنې لړۍ د جمهوریت له مهاله راروانه ده،چې د جمهوریت په وروستي کال کې لسګونه دیني عالمان ترور شول،چې مولوي ایاز نیازی ، مولوي مفلح  او مولوي نعماني یې له مشهورو ترور شویو علماوو له ډلې دي.

اوس د اسلامي امارت د حکومت په لومړي کال کې ګڼ شمیر علما ترور شوي،چې وروستي بریدونه په شیخ رحیم الله حقاني او مولوي سردار ولي ثاقب د کابل په امن سیمو کې ترسره شول.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist