Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د افغانستان استازي له حضور پرته ناستې مثبتې پایلې نه لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/13

ټاکل شوې ده، د مسکو فارمټ ناسته،چې تر ډېره به په کې د افغانستان په تړاو موضوعات مطرح کیږي په راتلونکو څو وروځو کې جوړه شي،خو په دې ناسته کې افغان حکومت ته بلنه نه ده ورکړل شوې. 

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ټولې هغه سیمه ییزې ناستې چې دافغانستان استازی په کې حضور ونه لري مثبتې پایلې او اغیز نه شي درلودلی او باید افغان استازونو ته په کې ونډه ورکړل شي  او د بهرنیو فورمولونو پرځای افغانۍ حل لارې وړاندې کړي .

دغه راز دوی وايي، د دغو سیمه ییزو ناستو د بحث زیاته برخه د هېوادونو ترمنځ اقتصادي همغږي او سوداګریز مسایل دي،چې افغانستان د خپل جغرافیايي موقیعت په اساس په کې مهم رول لري او د افغانستان له حضور پرته داسې ناستې پایلې نه ورکوي.

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمن شهاب وايي:« هغه ناستې چې د افغانستان په اړه جوړیږي او هلته د افغانستان مستقیم استازیتوب او حضور نه وي، دا مثبتې پایلېې نه شي لرلای او په داسې حالاتو کې چې افغانستان له اقتصادي ستونزو کړیږي او اقتصادي تعاملاتو ته اړتیا لري په کار داده،چې د افغانستان استازیتوب موجود وي او هغه حل لارې چې د افغانستان له ادرسه وي،هلته وړاندیز  شي نه خارجي فورمولونه.» 

ځينې نور  بیا  وايي، د نړیوالو قوانینو پر اساس هغه ناستې،چې د افغانستان په تړاو جوړیږي او افغانستان حکومت ته په کې بلنه نه ورکول کیږي، دا دافغانستان په کورنیو مسایلو کې لاس وهنه د.

دوی وايي، که نړیوال او یا هم د سیمې هېوادونو د افغانستان په تړاو پر ټول شموله حکومت بحث کوي،نو یوازې د افغانانو حق دی،چې د ځان لپاره څه ډول نظام ټاکي او باید د دغې طرحې ابتکار هم د افغانستان له اوسني حاکمیت سره وي. 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« هر هغه کنفرانس چې یا په مسکو کې کیږي او یا هم په تهران او کوم بل ملک کې که د افغانستان اوسنی نظام په کې حضور ونه لري،هغه د نړیوالو قوانینو پر اساس د افغانستان په چارو کې په غیر مستقیم  ډول لاسوهنه ده. که ټول شموله موضوع په داسې کنفرانسونو کې مطرح کیږي،نو بیا باید دا طرحه افغاني طرحه وي او بنسټګر یې باید اوسنی نظام وي  داسې کنفرانسونه پرته د افغانستان داسلامي امارت له حضور ډېر اغیزمن او ګټور نه دي.» 

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي چارو مشر شفیع اعظم بیا وايي، سیمه ییزې ناستې د سیاسي موضوعاتو ترڅنګ د هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزې راکړې ورکړې او ترانزیت راڅرخي او په دغه برخه کې د افغانستان رول مهم دی. 

اعظم وايي، ټولې هغه ناستې،چې په سیمه کې جوړیږي،د افغانستان حضور په کې کولی شي مهم رول ولوبوي او باید افغان حکومت ته په کې بلنه ورکړل شي .

هغه زیاته کړه:« د سیمې وروستۍ ناستې نه یوازې دا چې په سیاسي موضوعاتو راڅرخي بلکې تر ډېره اقتصادي موضوعات د ناستو منځ پانګه ټاکي، په دې کې د انرژۍ انتقال،سوداګریز توکو د راکړې ورکړې او له ترانزیتي لحاظه له یوبل سره د هېوادونو د وصلیدو موضوع ده او افغانستان بیا د سیمې اتصال نقطه ده او د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي هم اقتصاد محوره ده،نو پر دې اساس په دغو ناستو کې د  اسلامي امارت ګډون فوق العاده مهم ده.» 

ټاکل شوې  ده،چې د مسکو فارمټ ناستې له جوړیدو وروسته په تهران کې هم د افغانستان په تړاو ناسته جوړه شي او بیا ورپسې په اندونیزیا کې د ۲۰ هېوادونو مهمه ناسته جوړه شي.

اوس غوښتنه داده،چې د تهران او اندونیزیا هېوادونو ناستو ته باید افغان چارواکې وبلل شي،چې  د افغانستان استازیتوب وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist