Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د اسلامي امارت چارواکي له ولس سره کړې ژمنې نه عملي کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/12

واک ته له رسیدو سره سم ولسونو سره د اسلامي امارت یوه ژمنه چې لا نه ده پوره شوې،په لویو مسایلو د پریکړې لپاره د علماوو او متنفذینو شورا جوړول ول،خو د اتو میاشتو په تیریدو تر اوسه پورې اسلامي امارت نه دی توانېدلی،چې شورا جوړه کړی.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د اسلامي امارت چارواکي له  ولس سره ژمنې کوي،خو عملي کوي یې نه.

د سیاسي چارو شنونکی سید هارون پاچا وايي:«  دا چې طالبان  ولې د شورا په جوړولو کې پاتې راغلي دي. لومړی خو دا ده،چې دا ټولو ته ښکاره ده،چې دوی (طالبان) تل وعده خلافي کړې. هره ژمنه یې چې له ملت سره کړې،دوی په هغې کې پاتې راغلي دي. دویمه مسله به دا وي،چې د دوی خپلمنځي ستونزې دي. همدا لاملونه دي،چې دوی (طالبان) په خپلو ژمنو کې پاتې راځي او پاتې راغلي دي.» 

د شورا راغوښتل،چې ډېری غړي یې علماء دي، اسلامي امارت سره په کورني چوکاټ کې د مهمو مسلو حل په برخه کې ډېره مرسته کوي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي،چې  چارواکي ولس سره ژمنو کې پاتې راغلي،خو  اسلامي امارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

د سیاسي چارو کارپوه   اسماعیل غرنی  وايي:« موږ ټول افغانان، ان یو شمېر طالبان هم، دا  اته میاشتې  پرله پسې  ‌ډول طالبانو ته همدا وړاندیز کوي،چې پرته له دې تاسو نه شئ کولای داخلي مشروعیت ترلاسه کړئ. خو طالبانو پرې خپل غوږنه کاڼه اچولي دي. ان ۱۵۰۰ کال دمخه هم د حل او عقد شورا جوړولو ته هم تیار نه دي، ځکه دوی (طالبان) وېریږي،چې زموږ د جبر او فشار لاندې له ولسه د ولسواکۍ کومه خبره ونه وځي. » 

د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته ټول هغه بنسټونه له منځه تللي دي،چې حکومت سره یې د تګلارو په جوړولو کې مرستې کولې.

د سیاسي چارو کارپوه حسن حقیار وايي، د نړیوالو  فشار او کورني مسایل د دې لامل شوي،چې اسلامي امارت ونه‌شي کړای، شورا را وغواړي.

حقیار  زیاته کړه:« د اسلامي امارت په راتګ سره طبعا د طالبانو مشران ډېر مصروفه ول او مصروف دي، ځکه د نظام او سیسټم جوړښت کار غواړي. څومره چې زه خبر یم، همدا اوس اسلامي امارت د علماوو پر شورا  کار پیل کړی دی. دغه راز نورې مشورتي شوراګانې هم تر کار لاندې دي.»  

شنونکي ټېنګار کوي،چې  اوس د علماوو شورا سربېره د بهرني سیاست د ټاکلو لپاره هم یوې اجماع ته اړتیا ده.

نږدې یوه ماشت کېږي،چې اسلامي امارت بهر کې د مېشتو افغان شخصیتونو سره خبرو او کابل ته د ستنېدو لپاره کمېسیون هم ټاکلی،چې د کار اغیز یې نه لیدل کېږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist