Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د ازبکستان په کوربتوب راتلونکې ناسته د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/12

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،د افغانستان په تړاو  ازبکستان کې جوړېدونکې ناسته د کابل لپاره تاریخي فرصت دی،چې باید ترې ګټه واخلي اوله نړۍ سره د اړیکو تازه فصل پرانیزي. 

دوی وايي، په دغه ناسته کې د نړۍ ۲۰  هېوادونو استازي ګډون کوي او افغان لوری باید د نجونو د ښوونځیو د پرانېستې او د ښځو حقونو  د منلو له زیري سره دغې ناستې ته ورشي.

 د کارپوهانو په خبره،که د افغانستان نوی حکومت په خپل اوسني سیاست کې بدلون راولي او د ولسونو ګډون ترڅنګ د ښځو حقونو ته ژمنیتا وښي،نو لرې نه ده،چې په دغه ناسته کې به  د نړۍ او افغانستان ترمنځ د اړیکو  او رسمیت پیژندنې نوی پړاو پرانېستل شي. 

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« د ازبکستان ناسته یو تاریخي فرصت دی او د داسې هېواد په کوربتوب باندې،چې د افغانستان لپاره ښه نیت لري،خو که د اسلامي امارت چارواکي دغې ناستې ته په خالي لاس ورشي،له دې ناستې به څه په لاس رانه وړي او که په ډک لاس ورشي، نو ښايي د مشروعیت او له نړیوالو سره د اړیکو نوی فصل پرانیزي،ډک لاس په دې مانا،چې د نجونو ښوونځي پرانیزي،د ښځو حقوق ومني،په خپل سیاست کې تغیر راولي او د ولسونو ګډون هم ومني .»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وايي، د ازبکستان په  دغه ناسته کې باید د افغانستان د ستونزو پر حل،بشري ناورین، بیکارۍ او  د کډوالۍ پر مخنیوي  بحث او خبرې وشي. 

ځلاند وايي، په دغه ناسته کې باید له امنیتي پلوه د سیمې ټولې  اندیښنې ځواب شي،چې نور دې له افغانستانه وېره نه لري او  د ښې راتلونکي لپاره دې له کابل سره نوې دروازې پرانیزي. 

هغه زیاته کړه:« په ازبکستان کې باید د افغانستان د اوسنیو ستونزو په حل لارو تمرکز وشي او د دې ترڅنګ دې د افغانستان په بشري ناخوالو،پر بیکارۍ، د کډوالۍ مسلې او پر امنۍ دې خبرې او بحثونه وشي،سیمې ته ډاډ ورکړل شي،چې نور دې له افغانستانه په وېره کې ونه اوسي، د ترهګرۍ ځالې وچې شوي دي او په لویه کې سیمه افغانستان کې کولای شي، د یوې روښانه راتلونکي لپاره نوې دروازې برانیزي.» 

ټاکل شوې  ده،چې د روانې جولای میاشتې په وروستیو کې د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په تړاو نړیواله ناسته جوړه شي،چې د نړۍ ۲۰ مهمو هېوادونو استازي به په کې ګډون وکړي او د ریپوټونوله مخې، په دغه ناسته کې د افغانستان استازی هم ګډون کوي. 

اوس تمه داده،چې دغه ناسته به له نړۍ سره د اړیکو لپاره کابل ته نوې لارې پرانیزي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist