Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: خواله رسنیو کې د جګړې تبلیغات د ولس پر اذهانو منفي اغیز لرلی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/09

په دې وروستیو کې په  خواله  رسنیو کې د جګړې لپاره تبلغات پیل شوي او ان ځینې اکاونټونه د همدغو تبلیغاتو لپاره جوړ شوي چې د ولسوالیو او د کلیو د سقوط خبرونه ترې خپرېږي.

د سیاسي چارو  یو شمېر کارپوهان په خواله رسنیو کې د جګړې لپاره تبلغات د هغو کسانو کار یادوي چې اوس له افغانستان تښتیدلي دي، خو په خبره یې دغه ډول تبلغات منفي اغیزې هم لرلی شي. 

د سیاسي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي:« داچې اوس حالاتو کې جګړه شته یا نشته دا بیل بحث دی، اما سوشل میډیا او تبلغاتو برخه کې کافي مسایل د جګړې په تړاو خپریږي، دا کولای شي،ذهنونه خراب کړي او دا په کافي اندازه منفي تاثر وارد کولای شي.» 

کارپوهان په دې باور دي،هغه چې اوس په خواله رسنیو کې غیر واقعي فیسبوکي جګړه پیل کړې، پخوا یې ټول امکانات درلودل،خو په جګړه کې مات شول، نو اوس به څه جګړه وکړي. 

د سیاسي چارو کارپوه سرورنیازی وايي:« زما پیغام دغو فیسبوکي جنګیالیو ته دا دی،هغه وخت،چې مو هرڅه امکانات په لاس کې درلودل،تاسو څه وکړل؟ که تاسو جنګیالي وئ، نو هغه وخت به مو له هغه نظامه دفاع کړې وه،خو دامالومه خبره ده،چې تاسو یو ځل بیا یو بهرني هېواد هڅولي یاست او د خلکو داذهانو د مخشوش لپاره مو په خواله رسنیو کې  تبلغاتي جګړه پیل کړې.» 

اسلامي امارت بیا خلکو ته ډاډ ورکوي،چې هېڅ ډول جګړه په هېڅ ځای کې نشته او نه هم چاته د جګړې اجازه ورکوي . 

د اسلامي امارت د استخباراتو غړی جواد څارګر وايي، هیچاته به اجازه ورنه کړي،چې د خلکو امنیت وګواښي او دغه تبلیغات هغه کسان کوي،چې د تابعت اخېستلو لپاره اوس په کمپونو کې دي. 

څارګر زیاته کړه:« د افغانستان ملت باید ډاډه او باوري اوسیږي،چې موږ به هېڅ چاته د دې هېواد د امنیت د اخلالو اجازه ورنه کړو.  له شک پرته هغه کسان،چې له هېواده وتلي دي،په کمپونو کې پراته دي، فکر کوي چې هلته به قبولي ورکړي،نو په ټولنیزو رسنیو کې تبلغات کوي او غواړي د هېواد رواني وضیعت مختل کړي، خلکو ته تشویش پیدا کړي او اذهان مخشوش کړي،هیڅ نشته، نه جګړه شته او نه  هم چاته د جګړې اجازه ورکول کیږي . واقیعت دادی،چې دا جګړه په ټولنیزو رسنیو کې ده او دغه د تبلغاتو له بهره کنټرولیږي او عملآ د جګړې په نوم هېڅ هم نشته  دی.» 

څو ورځې وړاندې په خواله  رسنیو کې ځینو شخصي حسابونو له ادرسه داسې خبرونه خپارل شول،چې ګواکې د پنجشیر ولایت یوې ولسوالۍ سقوط کړی او د شمال په یوشمیر نورو ولایتونو کې هم جګړې پیل شوي او دغه تبلغات ان تردې ورسیدل،چې د پنجشیر د امنیت امر د تسلمېدو اوازې هم ګډې شوې، هغه څه چې اسلامي امارت رد کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist