Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: ترهغې چې د دوحې تړون بشپړ عملي نه شي د ستونزو حل ناشونی دی

کارپوهان: ترهغې چې د دوحې تړون بشپړ عملي نه شي د ستونزو حل ناشونی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/06

شااوخوا درې کاله وړاندې د قطر په پلازمینه دوحه کې د اسلامي امارت او د امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شو، چې له مخې، یې بهرنیو سرتیرو افغانستان پرېښود او د هوکړې دواړو اړخونو په کې ژمنې وکړې.

که څه هم د هوکړې دواړه لوري یو بل د تړون پر نقض تورنوي، خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دواړو خواوو د هوکړې مهم مواردو ته ژمنتیا نه ده ښودلې او که هوکړه په بشپړ ډول عملي شوې وی، نه به سرپرست حکومت له ستونزو سره مخ وی او نه به امریکا له افغانستانه انديښنې درلودې.


دوی په دې باور دي، هغه مهال چې دغه تړون د اسلامي امارت مشرانو او د واشنګټن استازو ترمنځ لاسلیک کیده، د هوکړې اجرائیوي ضمانت ته هېڅ ډول پام ونه شو، چې اوس یې د پلي کېدو په برخه کې ستونزې پیدا کړي دي.

د کارپوهانو په خبره، دغه تړون نه یوازې یوه لوري بلکې دواړو لوریو په هغه ډول چې  لازم وه، نه دی عملي کړی.

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمان شهاب وايي:« د دوحې تړون لاسلیک پرمهال دواړو لوریو د تړون اجرائیوي ضمانت لپاره زیات پام نه کاوه، چې تر اوسه په دې تړون د نظارت ډله نشته، ځينې مسایل داسې دي، چې امریکا نه دي عملي کړي او همدا راز افغان حکومت هم هغه مسایل چې باید پر وخت عملي شوي وی، نه دي شوي.»


خو ځینې بیا وايي، امریکا د دوحې تړون نقض کړی او د دغې هوکړې خلاف یې پر افغانانو بندیزونه لګولي، پیسې یې کنګل کړي او همدا راز د هوکړې د مقابل لوري مشرانو نومونه یې لاهم په تورولیستونو کې ساتلي دي.


 دوی وايي، که امریکا دغې هوکړې ته ژمنه پاتې شي او خپلو اوسنیو سیاستونو ته بدلون ورکړي، داهم د کابل او هم د واشنګټن پر ګټه کار دی.

 د سیاسي چارو کارپوه مختار هاتف وايي:« امریکا د دوحې تړون نقض کړی دی، د افغانستان ملت یې له بندیزونه سره مخ کړ دی. پیسې یې کنګلې کړي، د افغانستان نظام مشرانو نومونه یې په تورلیست کې واچول.»


د تړون لاسلیک پرڅرنګوالي هم نیوکې شته  دي، چې د ډېرو په باور باید دغه تړون د درېیم ګړو کسانو پر وړاندې لاسلیک شوی وی او پر پلې کېدو یې د څارحق ورکړل شوی وی.

کارپوهان وايي، د دې لپاره چې دغه تړون په سمه توګه پلی شي او د دواړو خواو ستونزې ورسره حل شي، نو اړینه ده، چې دواړه لوري یوځل بیا خپلې ناستې له سره پیل کړي.

د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا وايي:« د دوحې تړون لوی نقصان په دې کې وه، چې درېیم ګړي په کې موجود نه ول، که چیرې دغه تړون د درېیم ګړي پر وړاندې او نظرلاندې لاسلیک شوی وی، اوس به یې سرغړونکي ښه مالومېده، اوس خو دوی یو بل ته د ملامتۍ ګوته نیسي، نو ښه خبره داده، چې دوی دغه ناستې له سره شروع کړي او د درېیم ګړي په موجودیت کې او له هغې وروسته به ملامت  او نه ملامت ښه مالوم شي.»


ټاکل شوې  ده، چې  راتلونکې میاشت د افغانستان په تړاو د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې ناسته جوړه شي او په دغه ناسته کې د دوحې هوکړه، چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ لاسلیک شوې وارزول شي، خو له وړاندې کتونکي په دې باور دي، چې د تړون دواړه طرفونه ژمن نه دي پاتي شوي او ترهغې چې هوکړه په بشپړ ډول عملي نه شي د شته ستونزو او اندېښنو حل سخت دی.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist